نام کاربری یا نشانی ایمیل
رمز عبور
مرا به خاطر بسپار
د هلمند ولایت د پوهني ریاست د رئیس په هدایت ددغه ریاست د اسلامي تعلیماتو امریت امر حاجي مولوي ګل صاحب، د نظارت امر طلحه مولوي صاحب او د نظارت غړو ګرمسېر ولسوالۍ ته د ښوونځیو د نظارت په موخه سفر وکړ. دغه پلاوي د تیرو دریو ورځو په موده کي د ګرمسېر ولسوالۍ […]
د هلمند ولایت د پوهني ریاست د رئیس په هدایت ددغه ریاست د اسلامي تعلیماتو امریت امر حاجي مولوي ګل صاحب، د نظارت امر طلحه مولوي صاحب او د نظارت غړو ګرمسېر ولسوالۍ ته د ښوونځیو د نظارت په موخه سفر وکړ.
دغه پلاوي د تیرو دریو ورځو په موده کي د ګرمسېر ولسوالۍ د ټولو ښوونځیو څخه نظارت وکړ او هلته یې د ښوونځیو له مسؤلینو، ښوونکو او زده کوونکو سره خبري وکړې.
دوی د ښوونځیو له زده کوونکو او ښوونکو څخه ددوی د ستونزو، مشکلاتو او درسي بهیر په اړه پوښتنه وکړې چي په ترڅ کي یې زده کوونکو خپل ټول مشکلات، ستونزي او شکایتونه له دوی سره شریک کړل.
یاد هیئت د ګرمسېر ولسوالۍ د ښوونځیو له مسؤلینو او ښوونکو سره ګډه غونډه وکړل، دوی ته یې د درسي بهیر د چټکیتا او پرمختګ په موخه لازمي سپارښتني وکړې، همداراز یې ددغه ښوونځیو مسؤلین او ښوونکي ارزیابي کړل، ددوی څخه یې د ښوونځیو د شته ستونزو او غوښتنه په اړه پوښتني وکړې او همدارنګه یې دوی ته ډاډ ورکړ چي ددوی ټولي ستونزي به تر مرکز او اړونده ادارو پوري رسوي.
نېټه؛ ۱۴۴۳/۷/۲۹ هـ ق
این مطلب بدون برچسب می باشد.
دیدگاهها بسته است.