نام کاربری یا نشانی ایمیل
رمز عبور
مرا به خاطر بسپار
دغه غونډه چي نن ورځ یکشنبه مخکي له غرمې د هلمند ولایت په مستوفيت ریاست کي تر سره سول پکښې د ولایت مقام اداري رئیس مولوي مجیب الرحمان مبارک، مستوفي مولوي عبدالرب صاحب ، د اطلاعاتو فرهنګ ریاست د اطلاعاتو مسوولین او د یو شمېر نورو ادارو مسوولینو هم برخه لرل. په پیل کي […]
دغه غونډه چي نن ورځ یکشنبه مخکي له غرمې د هلمند ولایت په مستوفيت ریاست کي تر سره سول پکښې د ولایت مقام اداري رئیس مولوي مجیب الرحمان مبارک، مستوفي مولوي عبدالرب صاحب ، د اطلاعاتو فرهنګ ریاست د اطلاعاتو مسوولین او د یو شمېر نورو ادارو مسوولینو هم برخه لرل.
په پیل کي غونډه د قرآن اعظیم الشان د څو مُبارکو ایاتو په تلاوت سره پیل شوه، ورسته د هري اداري استازي خپل معرفت وکړ او د ولایت مقام اداري رئیس مولوي مجیب الرحمان مبارک ته یې د خپلو ادارو ستونزي او غوښتني وړاندي کړې.
مستوفي مولوي عبدالرب صاحب د مستوفيت د روان او راتلونکي مالي کال په اړه خپل پلان، ګذارش او معلومات وړاندي کړل او زیاته یې کړه،چي د مالیاتي او غیري مالیاتي ماليات به د پخوا په څېر راټولېږي ،چي په وینا دا مهال د مستوفیت کارمندان په سمه توګه خپلو دندو ته راځي او خپلو کارونو باندي مصروف دي.
دغه راز د نورو ریاستو رئیسانو او استازو هم ویناوي وکړې او پر بېلا ـ بېلو موضوعاتو یې بحث او خبري وکړې.
د ولایت مقام اداري رئیس ډاډ ورکړ،چي د ټولو ریاستونو ستونزو ته به حل لاره لټول کېږي او غوښتني به یې له مرکز سره شریکېږي.
تاریخ:۱۴۴۳/۳/۴ هق
۲۰۲۱/۱۰/۱۰
این مطلب بدون برچسب می باشد.
دیدگاهها بسته است.