هلمند: د واشېر ولسوالۍ دوهم ځل تعقیبي نظارت بشپړ سو.

  د هلمند ولايت مقام لخوا د شمالي ولسواليو د دوهم ځل نظارت په موخه ټاکل سوي پلاوي تېره ورځ د واشېر ولسوالۍ ددوهم ځل نظارت چاري بشپړي کړې یاد باصلاحیته  پلاوی چي رهبري يې د ولايت مقام استازی محترم محسن حاجي مولوي صاحب کوي او ورسره د ګڼو نورو رياستونو استازي هم ګډون لري […]

 

د هلمند ولايت مقام لخوا د شمالي ولسواليو د دوهم ځل نظارت په موخه ټاکل سوي پلاوي تېره ورځ د واشېر ولسوالۍ ددوهم ځل نظارت چاري بشپړي کړې

یاد باصلاحیته  پلاوی چي رهبري يې د ولايت مقام استازی محترم محسن حاجي مولوي صاحب کوي او ورسره د ګڼو نورو رياستونو استازي هم ګډون لري تېره ورځ يې  د واشېر ولسوالۍ دعمومي وضعیت د څېړني او ارزوني چاري ترسره کړې.

ياد هيئت د واشېر ولسوالۍ له اوسېدونکو، علماء کرامو او مسؤلينو سره مجلسونه وکړل او په دغه ولسوالۍ کي يې د شته ستونزو څېړنه وکړل او ددغه ولسوالۍ له اوسېدونکو يې ددوی د ستونزو، غوښتنو او وړانديزونو په هکله پوښتني وکړې چي په پايله کي يې د ولسوالۍ اوسېدونکو خپل ټول مشکلات له ياد هيئت سره شريک کړل او دهيئت لخوا ورسره د بشپړي همکارۍ ډاډ ورکړل سو.

همدارنګه ياد استازو ددغه ولسوالۍ له مسؤلينو سره هم وليدل ددوی ستونزي او غوښتني يې واورېدلې او همدا ډول يې دوی ته جدي سپارښتنه وکړل چي د ولس مشکلاتو، غوښتنو او دعواو ته پروخت رسيده ګي وکړي، ددوی ستونزي د ځان وبولي او دحل په موخه يې نه ستړي کېدونکي اقدامات وکړي.

د نوموړي پلاوي لخوا امنيتي مسؤلينو ته جدي خبرداری ورکړل سو ترڅو هغه کسان چي جرمي سابقه ولري، د ولس د زوروني باعث کيږي، د ولس څخه د کار په بدل کي د پيسو غوښتنه کوي او يا هم کوم ناوړه او فاسد اشخاص وي عاجل بايد د امارت له صفونو و ايستل سي.

دیادوني وړده: چي د ولایت مقام د هدایت په اساس مسؤلینو ته سپارښتنه وسوه ترڅو ټولو مجاهدینو ته د علماء کرامو په واسطه درې ورځنی سیمینار جوړ او ورته اصلاحي بیانونه وسي.

د شمالي ولسواليو لپاره ټاکل سوی هيئت به د ولسواليو د دوهم ځل نظارت لړۍ د ګرشک ولسوالۍ د نظارت تر بشپړېدو وروسته پای ته ورسوي

نېټه؛ ۱۴۴۳/۶/۱۵ هـ ق