هلمند: د نیالګیو کښېنولو ملي کمپاین په موخه غونډه تر سره سوه :

دغه غونډه نن د هلمند ولایت د چاپیریال ساتني په ریاست کي جوړه سول ،چي پکي د لښکرګاه ښاروالۍ او اطلاعاتو فرهنګ ریاست استازیو،دیني عالمانو ،قومي مشرانو او د ګذر وکیلانو ګډون درلود.   پر همدې مهال د یاد ریاست رئیس محترم سید محمد عیسی آغا باختر آژانس ته وویل؛ اوس د نیالګیو کښېنولو موسم […]

دغه غونډه نن د هلمند ولایت د چاپیریال ساتني په ریاست کي جوړه سول ،چي پکي د لښکرګاه ښاروالۍ او اطلاعاتو فرهنګ ریاست استازیو،دیني عالمانو ،قومي مشرانو او د ګذر وکیلانو ګډون درلود.

 

پر همدې مهال د یاد ریاست رئیس محترم سید محمد عیسی آغا باختر آژانس ته وویل؛ اوس د نیالګیو کښېنولو موسم دی ، هر څوک دي په خپلو کلیو او کورونو کي نیالګي کښېنوي او د نیالګیو ایښودني په ملي کمپاین کي دي برخه واخلي،تر څو د زرغون او سمسور چاپیریال په واسطه د ککړ چاپیریال مخنیوی وسي.

 

نوموړی وایي، ښار د ټولو ګډ کور دی او ټول ولسونه مکلف دي چي د پاک چاپیریال په رامنځته کولو کي په ګډه کار وکړي ،په ښار کي نیالګي کښېنوي او د نیالګیو روزني ،ساتني او پالني ته  پاملرنه وکړي.

 

د عامي روغتیا ریاست استازي ډاکتر محمد صدیق قانع د ونو پر ارزښت خبري وکړي.

زیاته یې کړه،چي نیالګي د چاپیریال په پاک ساتلو کي مهم رول لري د ده په خبره نیالګي د سمسورتیا تر څنګ د ککړي هوا مخنوی کوي او د روغتیا په ساتلو کي رغنده رول لري.

 

نوموړی وایي، ټول خلک مسؤلیت لري، چي په خپلو ټولنو او جوماتونو کي خلکو ته د نیالګیو ارزښت به اړه پوهاوی ورکړي او د دې تر څنګ هغوی ته سپاریښتني وکړي،چي په خپلو کورنو،حمامونو او نانوایانو کي غیري معیاري سونګ توکو د سوځولو څخه ډډه وکړي،ځکه غیري معیاري سونګ توکي د ککړي هوا سبب ګرځي چي له امله یي انسانان په ګڼو ناروغیو مبتلا کېږي.

 

دغه راز د ګذر وکیلانو او د غونډي نورو برخوالو هم د نیالګیو پر ارزښت هر اړخیزي خبري وکړې او زیاته یې کړه،چي دوی به خلکو ته په دې برخه کي بشپړ عامه پوهاوی ورکړي،چي د نیالګي کښېنوي او د هغوی ساتني او پاملرني ته توجو وکړي.

 

دا په داسي حال کي ده،چي تېره ورځ د زراعت ریاست له لوري د ۱۰۰۰۰ مېوه لرونکو او غیري مېوه لرونکو نیالګیو د توزیع لړۍ هم پیل سول.

 

نېټه: ۱۴۴۳/۶/۲۸ هــ ق