هلمند: د ناوې ولسوالۍ اوسېدونکو پخپل شخصي لګښت د عمومي بغرا د پاک کارۍ چاري پیل کړې:

د ناوې ولسوالۍ ځايي اوسېدونکي وايي : دا کانال د تیرو لسو کلونو راهیسي نه و کار سوی ، چي له امله يي اوبه ضایع کېدې او د خلکو مځکو زیم ترې اخیستی همداراز دوی زیاتوي چي د تیرو لسو کلونو راهیسي یاد کانال له لای او خټو ډک و، چي تر پاکولو وروسته به […]

د ناوې ولسوالۍ ځايي اوسېدونکي وايي : دا کانال د تیرو لسو کلونو راهیسي نه و کار سوی ، چي له امله يي اوبه ضایع کېدې او د خلکو مځکو زیم ترې اخیستی همداراز دوی زیاتوي چي د تیرو لسو کلونو راهیسي یاد کانال له لای او خټو ډک و، چي تر پاکولو وروسته به يې د اوبو د ضایع کېدو مخه ونیول سي او هم به په دې ځای کي د مځکو د زیم ستونزه حل سي.

 

دوی دا کار  پخپلو شخصي پیسو پیل کړی دی او موخه یې دا ده، چي له یوې خوا ددغه کانال ستونزه حل سي او له بلي خوا د پخوانیو اشرونو هغه دود او دستور بیا ژوندی سي.

 

د ناوې ولسوالۍ د ابیارۍ مسئول ضمیر له ځايي اوسېدونکو مننه وکړه، چي دا اشر يي پخپلو شخصي پیسو پیل کړی او زیاتوي دوی يې نظارت کوي او هیله لري چي دا رواني چاري په ښه توګه ترسره سي.

د ده په وینا دغه ډول کارونه به د وطن په بیارغونه کي د ولسي ونډې اخیستولو فرهنګ بیا را ژوندی کړي.

 

د یادوني وړده چي د ناوې ولسوالۍ اوسېدونکي ددې کانال څخه د تیرو شاوخوا شپږو لسیزو راهیسي د خپلو کرکیلو د خړوبولو لپاره کار اخلي او د اړتیا په وخت کي د اشر په توګه د ځايي اوسیدونکو له خوا بیرته کاريږي او پاکیږي.

 

نېټه؛ ۱۴۴۳/۷/۲ هـ ق