نام کاربری یا نشانی ایمیل
رمز عبور
مرا به خاطر بسپار
د هلمند ولایت د کرني اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست اړوند د بولان څېړنیز فارم کي د میوه یي بڼونو د وقایې لپاره د لایم سلفر زراعتي درملو د پاشلو لړۍ پیل سوه . د یاد څېړنیزم فارم د فني کارمندانو په وینا چې لایم سلفر هر کال د سیزن سره سم جوړیږی چې […]
د هلمند ولایت د کرني اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست اړوند د بولان څېړنیز فارم کي د میوه یي بڼونو د وقایې لپاره د لایم سلفر زراعتي درملو د پاشلو لړۍ پیل سوه . د یاد څېړنیزم فارم د فني کارمندانو په وینا چې لایم سلفر هر کال د سیزن سره سم جوړیږی چې پر میوه یې بڼونو او په خاص شکل د انګورو د تاکانو د فنګسي امراضو (خاکستر، سپرغوږي، قرغنه ) او دې ته ورته د نورو امراضو په مقابل کي د وقایې لپاره استعمالیږی.
د یادوني وړ ده چي یاد ترکیبي درمل په اسانۍ سره بڼوال هم جوړولي سي، په ترکیب کي یې دوه کیلو ګرامه سلفر ، یوه کیلو ژوندۍ چونه چي په ۱۴ لیټره اوبو کي منحل کیږي او بغیر له زړو ونو څخه د انارو او تاکانو په تنو او ښاخونو باندي د استراحت په دوره کي د دوا پاش ماشین په ذریعه پاشل کیږي . هیره دي نه وي چي د هلمند ولایت د کرني ریاست فني کارمندان هڅه کوي تر څو کروندګرو او بڼوالو ته د نباتي امراضو او افتونو په مقابل کي په پوره ډول پوهاوی ورکړي.
نېټه؛ ۱۴۴۳/۷/۲ هـ ق
این مطلب بدون برچسب می باشد.
دیدگاهها بسته است.