نام کاربری یا نشانی ایمیل
رمز عبور
مرا به خاطر بسپار
نن د هلمند ولایت د موسی کلا ولسوالۍ په جامع جومات کي ددغه ولسوالۍ د مسؤلینو ترمنځ غونډه وسوه. په دغه جوړه سوې غونډه کي د موسی کلا ولسوالۍ د ولسوال محترم حاجي فضلي صاحب ترڅنګ، د یادي ولسوالۍ امنیه قوماندان، مسؤلینو، مجاهدینو او علماء کرامو هم ګډون درلود. یاد مجلس د حافظ انس […]
نن د هلمند ولایت د موسی کلا ولسوالۍ په جامع جومات کي ددغه ولسوالۍ د مسؤلینو ترمنځ غونډه وسوه. په دغه جوړه سوې غونډه کي د موسی کلا ولسوالۍ د ولسوال محترم حاجي فضلي صاحب ترڅنګ، د یادي ولسوالۍ امنیه قوماندان، مسؤلینو، مجاهدینو او علماء کرامو هم ګډون درلود.
یاد مجلس د حافظ انس صاحب لخوا د قرانکريم د سپېڅلو ایاتونو په تلاوت پیل سو ورورسته د حق الله حاجي مولوي صاحب لخوا د ولسوالۍ مسؤلینو او مجاهدینو ته د زندانیانو په اړه د امیرالمؤمنین فرمان واورول سو. په دغه فرمان کي د ولسوالیو مسؤلینو او مجاهدینو ته سپارښتنه سوې چي د بندیانو سره ښه چلند وکړي، ددوی ستونزو او غوښتنو ته رسیده ګي وکړي او ددوی سره د هر راز زور زیاتي څخه ځان وساتي.
ورپسې د موسی کلا ولسوالۍ ولسوال محترم حاجي فضلي صاحب خپله وینا پیل کړه، نوموړي مجاهدینو ته سپارښتنه وکړل چي پخپلو منځو کي په اتفاق او اتحاد ژوند وکړي، د ولس د امنیت د ټینګښت په خاطر خپل تروسه کوښښ وکړي، همداراز یې مجاهدین د ولس سره پر ښه چلند کولو وهڅول.
ورپسې د موسی کلا د ولسوالۍ امنيه قومندان محترم نافظ حاجي مولوي صاحب پخپلو خبرو کي مجاهدینو ته لارښوونه وکړل چي له خپلو صفونو څخه هغه فاسد او ناوړه اشخاص وباسي چی د ولس د زوروني سبب کیږي. د غونډي په وروستیو کي محترم نافظ حاجي مولوي د موسی کلا ولسوالۍ د صفونو د تصفیې کمیسیون د مشرتابه او طایب مولوي صاحب یې د مرستیال په توګه وټاکل سوه. غونډه په دعائیه وینا پای ته ورسېده.
نېټه؛ ۱۴۴۳/۷/۲۱ هـ ق
این مطلب بدون برچسب می باشد.
دیدگاهها بسته است.