نام کاربری یا نشانی ایمیل
رمز عبور
مرا به خاطر بسپار
نن په هلمند ولایت کي د متوسطه کمپ بلوچ ښوونځۍ سره د WAVES کمپنۍ او په لندن کي د میشتو افغانانو د ټولني له لوري د درسي توکو مرسته وسوه. ددغه ښوونځۍ د مسؤلینو په وینا په دغه مرسته کي چي لسګونه زره افغانۍ ارزښت لري د ۱۰۵۰ جلده کتابونو، ۱۲۰۰ قلمونو، ۱۲۰۰ […]
نن په هلمند ولایت کي د متوسطه کمپ بلوچ ښوونځۍ سره د WAVES کمپنۍ او په لندن کي د میشتو افغانانو د ټولني له لوري د درسي توکو مرسته وسوه.
ددغه ښوونځۍ د مسؤلینو په وینا په دغه مرسته کي چي لسګونه زره افغانۍ ارزښت لري د ۱۰۵۰ جلده کتابونو، ۱۲۰۰ قلمونو، ۱۲۰۰ کتابچو، ۲۰۰ دانو د زده کوونکو د بستو ترڅنګ ددغه ښوونځۍ د ټولو کړکیو هنداري هم شاملي دي.
دوی د ښاغلي انجینر باور او اغلي نادیه مجیدي څخه مننه وکړل چي ددغه مرستي په راټولولو او لېږلو کي یې له دوی سره همکاري کړې.
همداراز ددغه ښوونځۍ مسؤلینو او زده کوونکو د هیواد په داخل او بهر کي له هغه افغانانو څخه چي مالي امکانات لري غوښتنه وکړل ترڅو له تر خپله وسه له تعلیمي مؤسیسو سره همکاري وکړي.
نېټه؛ ۱۴۴۳/۶/۲۸ هـ ق
این مطلب بدون برچسب می باشد.
دیدگاهها بسته است.