هلمند: د ماهي روزني فارم لرونکو سره په اړوند برخه کې مرستې کیږي

الاماره (۱۴۴۴/جمادي الاول ۴)د هلمند ولایت کرني اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست اړوند د مالدارۍ او حیواني روغتیا آمریت لخوا د ماهي روزلو د فارمونو بهبود او تقوېې په موخه د مرستو لړۍ پیل شوه. په دې پروسه کې ۱۵۰ یوسلو پنځوس بابه د ماهي روزني هغه فارمونه چي د دې ادارې سره ثبت او […]

الاماره (۱۴۴۴/جمادي الاول ۴)د هلمند ولایت کرني اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست اړوند د مالدارۍ او حیواني روغتیا آمریت لخوا د ماهي روزلو د فارمونو بهبود او تقوېې په موخه د مرستو لړۍ پیل شوه.

په دې پروسه کې ۱۵۰ یوسلو پنځوس بابه د ماهي روزني هغه فارمونه چي د دې ادارې سره ثبت او فعالیت لري د ظرفيت لوړوني ترڅنګ د ټولکیټونو او د ماهیانو د خوراکې مرسته کیږي.

د مرستو په لړ کي هر فارم لرونکو ته ۲۲ بوجۍ د ماهیانو خوراکه او د ماهي روزني اړونډ ټولکیټونه وېشل کېږي ، د دې ترڅنګ د فارمونو کارکوونکو ته د ماهیانو اړوند ښې روزني او پالني په موخه زده کړي هم ورکول کیږي.

دغه مرستي د DAI – AVC-L مؤسسې په مالي او تخنیکي همکارۍ چمتو سوي دي چې په دې ولایت کې به د نوموړو فارمونو په بهبود او تقوې کې د پام وړ تغیر رامنځته کړي.