نام کاربری یا نشانی ایمیل
رمز عبور
مرا به خاطر بسپار
نن د لښکرګاه ښار د چاپځايو او مطبعو مسؤلينو د هلمند ولايت د اطلاعاتو او فرهنګ رياست اړوند د هنري فعاليتونو د تنظيم عمومي مديريت له مدير سره غونډه وکړل. په غونډه کي د هنري فعاليتونو د تنظيم عمومي مدير مولوي عبدالغفار (مجروحي) د چاپخانو او مطبعو مسؤلينو او د اطلاعاتو او فرهنګ رياست […]
نن د لښکرګاه ښار د چاپځايو او مطبعو مسؤلينو د هلمند ولايت د اطلاعاتو او فرهنګ رياست اړوند د هنري فعاليتونو د تنظيم عمومي مديريت له مدير سره غونډه وکړل.
په غونډه کي د هنري فعاليتونو د تنظيم عمومي مدير مولوي عبدالغفار (مجروحي) د چاپخانو او مطبعو مسؤلينو او د اطلاعاتو او فرهنګ رياست ځيني مسؤلینو هم ګډون درلود.
د ناستي پيل د قرانکريم د څو مبارکو اياتونو په تلاوت سره وسو، وروسته د هنري فعاليتونو د تنظيم عمومي مدير محترم (مجروحي) صاحب خپله وينا پيل کړه، نوموړي وويل چي په لښکرکاه ښار کي ځيني چاپخانې غيري قانوني او غيري اصولي کارونه کوي، خپلسري جعلي مهرونه او ټاپې جوړوې، خلګو ته جعلي اسنادونه او کارتونه جوړوي او د خلګو په اسنادونو کي تغيرات راولي، همداراز يې زياته کړه چي د ځيني چاپخانو مسؤلين د کشرانو غيري اخلاقي انځورونه جوړوي او ځيني مطعبې بيا پر لوحو او بينرونو د ښځينه وو عکسونه چاپوي نو په همدې اساس يې د چاپخانو او مطبعو مسؤلينو ته جدي خبرداری ورکړ چي ددغه ډول خپلسري او غيري قانوني کړنو څخه دي په جدي ډول ډډه وکړه او زياته يې کړه که ددې خبرتيا سره سره بياهم کوم چا پورته کړني تکرار کړې له دوی سره به قانوني چلند وسي.
ددې ترڅنګ يې دوی ته خبرداری ورکړ چي بغير له رسمي مکتبوب څخه دي هيڅ دولتي مسؤل او مجاهد ته مهرونه، ټاپې او کارتونه نه جوړوي. ښاغلي (مجروحي) د چاپخانو او مطبعو مسؤلينو ته سپارښتنه وکړل چي خپل ترمنځ دي يو تن وکيل وټاکي ترڅو په راتلونکي کي ددوی په استازيتوب ددوی ستونزي او غوښتني تر مسؤلينو پوري ورسوي.
د غونډي په وروستۍ برخه کي د چاپخانو او مطبعو مسؤلينو خپلي ستونزي او مشکلات شريک کړل دوی شکايت وکړ چي ځيني کسان له دوی سره زور زياتی کوي او دوی جعل کارۍ ته د زور له لاري مجبوره کوي همدا ډول يې د یوې چاپخانې د مسؤل چي پخپلسري ډول يې یو تن ته ټاپه جوړه کړې وه او بيا د امنيتي مسؤلينو له لوري نيول سوی وو د خوشي کېدو غوښتنه وکړه دوی وويل چي دغه کس دا کار د ناخبرۍ څخه کړی وو.
د ناستي په پای کي ښاغلي مجروحي له دوی سره د هرډول همکارۍ ژمنه وکړه او مجلس په دعائيه وينا پای ته ورسېد.
نېټه؛ ۱۴۴۳/۸/۱۸ هـ ق
این مطلب بدون برچسب می باشد.
دیدگاهها بسته است.