هلمند : د لښکرګاه ښار د حوزو د نظارت پلاوي په اوومه حوزه کي غونډه ترسره شوه

  د هلمند ولایت مقام لخوا د لښکرګاه ښار اړوند حوزو د نظارت او ارزیابۍ په هدف ټاکل سوي هیئت نن په اوومه حوزه کي غونډه وکړل.    په دغه ناسته کي د اوومي حوزې اوسېدونکو، مجاهدینو، مسؤلینو او علماء کرامو ګډون درلود پیل یې د قرانکریم د سپېڅلو ایاتونو په تلاوت سره وسو وروسته […]

 

د هلمند ولایت مقام لخوا د لښکرګاه ښار اړوند حوزو د نظارت او ارزیابۍ په هدف ټاکل سوي هیئت نن په اوومه حوزه کي غونډه وکړل.

 

 په دغه ناسته کي د اوومي حوزې اوسېدونکو، مجاهدینو، مسؤلینو او علماء کرامو ګډون درلود پیل یې د قرانکریم د سپېڅلو ایاتونو په تلاوت سره وسو وروسته دښاري محکمې استازي فرقاني مولوي صاحب وینا وکړه نوموړي په خپلو خبرو کي وویل چي د افغانستان ټول قومونه یو دبل وروڼه دي، پخپل منځ کي باید اتفاق او اتحاد ولري ترڅو د پردیو له منافقت او فریب څخه خوندې واوسي.

وروسته د صفونو د تصفیې کمیسیون استازي او د یاد هیئت مشرتابه شریف مولوي صاحب خپله وینا پیل کړه نوموړي وویل: موږ دلته ستاسي د ستونزو او غوښتنو د اورېدو لپاره راغلي یو ترڅو ستاسي ټولو مشکلاتو او غوښتنو ته په ګډه حل لار ولټوو، که تاسي ته د مجاهد د نامه څخه په استفادې کوم چا تکلیف درکړی وي، ستاسي څخه یې د یو کار په بدل کي پیسې اخیستي وي یایې کوم بل ظلم او بې انصافي درسره کړې وي نو نن یې وخت دی چي موږ ته یې معرفي کړی، همداراز نوموړي د صفونو د تصفیې کمیسیون تګلاره هم د غونډي ګډونوالو ته تشریح کړل.

 

د غونډي په وروستیو کي ددغه حوزې د اوسېدونکو ګڼ شمېر عریضې وکتل سوې، ددوی ستونزي، غوښتني او وړاندیزونه واورېدل سوه او د هیئت د مشرتابه لخوا ډاډ ورکړل سو چي ږغ به یې تر اړونده ادارو پوري ورسوي.

 غونډه په دعائیه وینا پای ته ورسېده.

 

نېټه؛ ۱۴۴۳/۶/۲۹ هـ ق