نام کاربری یا نشانی ایمیل
رمز عبور
مرا به خاطر بسپار
د لښکرګاه ښار اړوند د تبليغاتي لوحو او بيلبورډونو قرارداد چي مخکي د جمشيد د پاچاګل د زوی سره سوی وو، د ښاروالۍ د محترم مقام لخوا په ۲۱ / ۱۰ / ۱۴۰۰ هـ ل نېټې باندي لغوه سو او اوس د لوحو او بیلبورډونو چاپ د نوي قرارداد لپاره اعلان ته سپارل سوی چي […]
د لښکرګاه ښار اړوند د تبليغاتي لوحو او بيلبورډونو قرارداد چي مخکي د جمشيد د پاچاګل د زوی سره سوی وو، د ښاروالۍ د محترم مقام لخوا په ۲۱ / ۱۰ / ۱۴۰۰ هـ ل نېټې باندي لغوه سو او اوس د لوحو او بیلبورډونو چاپ د نوي قرارداد لپاره اعلان ته سپارل سوی چي د ۴ / ۱۲ / ۱۴۰۰ هـ ل نېټه د داوطلبۍ ورځ ټاکل سوې ده. نو په همدې اساس د لښکرګاه ښاروالۍ له لوري ټولو خصوصي بانکونو، مخابراتي کمپنيو، خصوصي پو هنتونونو، مکاتبو، وړکتونونو او شرکتونو ته خبر ور کول کيږي چي د موضوع د جريان څخه باخبر اوسي، د مخکني قراردادي سره د تبليغاتي لوحو او بیلبورډونو په هکله نوې معامله تر سره نه کړي. د اړتيا په صورت کي دي ذکر سوي خصوصي ادارات او شرکتونه لښکرګا ښاروالۍ ته مراجعه وکړي. نېټه؛ ۱۴۴۳/۶/۲۹ هـ ق
این مطلب بدون برچسب می باشد.
دیدگاهها بسته است.