نام کاربری یا نشانی ایمیل
رمز عبور
مرا به خاطر بسپار
نن د هلمند عامي روغتیا ریاست د روغتیايي مسؤلینو او همکاره مؤسسو سره ګډه غونډه وکړه او په دې برخه کي یې د ګډو مرستو ترڅنګ په مرکز او لیري پرتو ولسوالیو کي د روغتیايي کیفیت پر لاښه والي ټینګار وکړ. د هلمند د عامي روغتیا رئیس ډاکټر سید احمد (سعید) په […]
نن د هلمند عامي روغتیا ریاست د روغتیايي مسؤلینو او همکاره مؤسسو سره ګډه غونډه وکړه او په دې برخه کي یې د ګډو مرستو ترڅنګ په مرکز او لیري پرتو ولسوالیو کي د روغتیايي کیفیت پر لاښه والي ټینګار وکړ.
د هلمند د عامي روغتیا رئیس ډاکټر سید احمد (سعید) په غونډه کي د معیاري خدمتونو، د مرستندویه مؤسیساتو سره د ښې همږغۍ او موثره خدمتونو د وړاندي کولو په اړه خبري وکړې.
ده وویل : په لیري پرتو ولسوالیو کي به د روغتیايي مرکزونو لپاره د درملني او تجهیزاتو برابرولو په برخه کي ګډه همکاري به د هیوادوالو ښې درملني ته زمینه برابره کړي.
هغه دغه راز وویل : عامي روغتیا ریاست به د خدمتونو د ښه کیفیت لپاره کار کوي او په دې برخه کي يې د ټولو ښکېلو لورو همږغي او همکاري مهمه وبلل .
په دې غونډه کي د مؤسساتو استازو او ډاکټرانو خپلي غوښتني وړاندي کړې.
دوی په روغتیايي مرکزونو کي د تجهیزاتو او درملني د چټکي رسیدګۍ او د کمښتونو د پوره کولو په اړه وضاحت ورکړ.
وې ویل : دغه روغتیايي مرکزونو ته اوس مهال ګڼ شمېر ناروغان ورځي چي باید د مؤسساتو له خوا يې ملاتړ وسي.
د مؤسساتو استازو ژمنه وکړه چي وړاندیزونه به يې خپلو بنسټونو سره شریک کړي، دوی د خپلو خدمتونو او مرستو په اړه هم د غونډي ګډونوالو ته مالومات وړاندي کړه.
د یادوني وړده چي هلمند یو پراخ ولایت دی ږ چي خورا زیات نفوس لري د دې ولایت اوسیدونکي په مرکز او لیري پرتو ولسوالیو کي غوره روغتیايي خدمتونو ته اړتیا لري چي باید پروخت ورته ورسیږي.
نېټه؛ ۱۴۴۳/۷/۲۰ هـ ق
این مطلب بدون برچسب می باشد.
دیدگاهها بسته است.