نام کاربری یا نشانی ایمیل
رمز عبور
مرا به خاطر بسپار
نن د هلمند د عامي روغتیا رئیس ډاکټر سیداحمد ( سعید) په داسي حال کي د بست روغتون څخه لیدنه وکړل چي د یاد روغتون مختلفو روغتیاپالانو یې ملتیا کول. په لیدنه کي د هلمند د عامي روغتیا رئیس د یاد روغتون د ټولو څانګو څخه لیدنه وکړه او د ناروغانو احوال یې […]
نن د هلمند د عامي روغتیا رئیس ډاکټر سیداحمد ( سعید) په داسي حال کي د بست روغتون څخه لیدنه وکړل چي د یاد روغتون مختلفو روغتیاپالانو یې ملتیا کول.
په لیدنه کي د هلمند د عامي روغتیا رئیس د یاد روغتون د ټولو څانګو څخه لیدنه وکړه او د ناروغانو احوال یې له نږدې واخیست.
ناروغانو د بست روغتون د روغتیاپالانو هڅي وستایلې او زیاته یې کړه چي ډاکټران شپه او ورځ ددوی د روغتیا د ښه والي لپاره کار کوي.
د هلمند عامي روغتیا رئیس روغتیاپالانو ته یو لړ سپارښتني وکړې او د ناروغانو د پر وخت کتني او تداوۍ په اړه یې ټینګار وکړ.
ښاغلي سعید د باختر آژانس سره د خبرو پر مهال وویل چي د یاد روغتون د ډاکټرانو د پرسونل زیاتوالي او د ډاکټرانو د ظرفیت لوړولو لپاره به جدي ګام واخلي او د یاد روغتون او ډاکټرانو ستونزي به تر مرکز پوري ورسوي.
د عامي روغتیا رئیس وویل چي د بست روغتون د ډاکترانو او ناروغانو احوال اخیستلو څخه یې هدف په یاد روغتون کي د شته ستونزو او مشکلاتو څخه ځان خبرول او ددغه ستونزو له منځه وړل دي.
ده همدا راز زیاته کړه چي د هلمند عامي روغتیا د ریاست هدف د هلمندي ولسونو په خاصه توګه د ښځو او ماشومانو د روغتیایي حالت ښه والی دی.
ښاغلي سعید وویل د هلمندي ولسونو د روغ صحت لپاره به په خپل ټول توان سره کار وکړي.
نېټه؛ ۱۴۴۳/۷/۲۲ هـ ق
این مطلب بدون برچسب می باشد.
دیدگاهها بسته است.