نام کاربری یا نشانی ایمیل
رمز عبور
مرا به خاطر بسپار
نن د هلمند ولایت د خاشین ولسوالۍ په مقام کي ددغه ولسوالۍ د مسؤلینو ترمنځ غونډه وسوه. په دغه ناسته کي د خانشین ولسوالۍ د ولسوال ترڅنګ، امنیه قوماندان، د استخباراتو مسؤل، د حوزو مسؤلینو او مجاهدینو ګډون درلود. غونډه د قرانکریم د څو مبارکو ایاتونو په تلاوت پیل سوه وروسته ځینو ویناوالو خپلي […]
نن د هلمند ولایت د خاشین ولسوالۍ په مقام کي ددغه ولسوالۍ د مسؤلینو ترمنځ غونډه وسوه.
په دغه ناسته کي د خانشین ولسوالۍ د ولسوال ترڅنګ، امنیه قوماندان، د استخباراتو مسؤل، د حوزو مسؤلینو او مجاهدینو ګډون درلود.
غونډه د قرانکریم د څو مبارکو ایاتونو په تلاوت پیل سوه وروسته ځینو ویناوالو خپلي ارزښتناکي ویناوي د غونډي پر ګډونوالو واورولې همداراز مسؤلینو او مجاهدینو ته سپارښتنه وسوه چي د ولس سره نېک چلند وکړي او ددوي ستونزو ته پر وخت رسیده ګي وکړي.
دغه ډول مولوي فیض الله (برهاني) صاحب د اتفاق او اتحاد پر ارزښت او اهمیت وینا وکړل او مجاهدینو ته یې سپارښتنه وکړل ترڅو پخپل منځ کي اتفاق او اتحاد راولي. د غونډي په ورستیو کي محترم سراجي صاحب، بشیر صاحب، جلال صاحب او محترم سدیس صاحب د خانشین ولسوالۍ د صفونو د تصفیې کمیسیون د مسؤلینو په توګه وټاکل سوه چي مشري به یې محترم سراجي صاحب کوي. یاد مجلس په دعائیه وینا پای ته ورسېد.
نېټه؛ ۱۴۴۳/۷/۱۹ هـ ق
این مطلب بدون برچسب می باشد.
دیدگاهها بسته است.