نام کاربری یا نشانی ایمیل
رمز عبور
مرا به خاطر بسپار
نن د هلمند ولایت د بهرامچې ولسوالۍ په مقام کي د اداري چارو د چټکتیا په موخه ددغه ولسوالۍ د مسؤلینو ترمنځ د همږغۍ غونډه وسوه. په دغه ناسته کي د بهرامچې ولسوالۍ د ولسوال محترم عمري صاحب ترڅنګ ددغه ولسوالۍ امنیه قوماندان قاري محبوب صاحب، د استخباراتو مسؤل مزمل صاحب، د قل اردو […]
نن د هلمند ولایت د بهرامچې ولسوالۍ په مقام کي د اداري چارو د چټکتیا په موخه ددغه ولسوالۍ د مسؤلینو ترمنځ د همږغۍ غونډه وسوه.
په دغه ناسته کي د بهرامچې ولسوالۍ د ولسوال محترم عمري صاحب ترڅنګ ددغه ولسوالۍ امنیه قوماندان قاري محبوب صاحب، د استخباراتو مسؤل مزمل صاحب، د قل اردو مسؤل قاري ګلبدین صاحب، د ادارو کارکوونکو، مسؤلینو، مجاهدینو او علماء کرامو هم ګډون کړی وو.
غونډه د حافظ امان الله لخوا د قرانکریم د سپېڅلو ایاتونو په تلاوت پیل سوه وروسته دیني عالمانو د غونډي ګډونوالو ته خپلي ویناوي واورولې او له مجاهدینو یې وغوښتل چي د ولس سره ښه چلند وکړي، د ستونزو په وخت کي ددوی سره مرسته وکړي، ددوی د امنیت د ټینګښت لپاره شپه او ورځ پرځان یوه کړي ترڅو ولس مو د امن او سولي په فضاء کي ژوند وکړي.
همداراز په غونډه کي د ځینو ادارو مسؤلینو خپلي ستونزي او غوښتني د بهرامچې ولسوالۍ له ولسوال سره شریکي کړې او له نوموړي څخه یې هیله وکړه چي د ستونزو په حل کي ورسره مرسته وکړي ترڅو د اداري کارونو په مخ کي پراته خنډونه له منځه یوړل سي. همداراز د غونډي ګډونوالو ته د صفونو د تصفیې د کمیسیون د موخو او اهدافو په اړه بشپړ معلومات وړاندي سوه.
د یادي ناستي په وروستیو کي د بهرامچې ولسوالۍ ولسوال د مسؤلینو او مجاهدینو سره ژمنه وکړل چي د ستونزو د حل په موخه به یې جدي اقدامات وکړي. غونډه په دعائیه وینا پای ته ورسېده.
نېټه؛ ۱۴۴۳/۷/۲۰ هـ ق
این مطلب بدون برچسب می باشد.
دیدگاهها بسته است.