هلمند: د بغني او باغران ولسوالیو تر منځ د لاري جوړولو چارې بشپړي شوې

الاماره (۱۴۴۴/ربیع الثاني۲۱)د هلمند ولایت د بغني او باغران ولسوالیو تر منځ په اساسي توګه د لاري جوړولو چاري د ولایت مقام له لوري بشپړي شوې. د بغني او باغران ولسوالیو تر منځ د درې په نوم دا لار په وروستیو کي ډیره ویجاړه سوې وه، چي تګ راتګ ورباندي ستونزمن کار و او ان […]

الاماره (۱۴۴۴/ربیع الثاني۲۱)د هلمند ولایت د بغني او باغران ولسوالیو تر منځ په اساسي توګه د لاري جوړولو چاري د ولایت مقام له لوري بشپړي شوې.

د بغني او باغران ولسوالیو تر منځ د درې په نوم دا لار په وروستیو کي ډیره ویجاړه سوې وه، چي تګ راتګ ورباندي ستونزمن کار و او ان د دوو ساعتونو لار به موټر په ۵ یا ۶ ساعتونو کي طی کول، چي بالاخره د هلمند ولایت مقام په مالي ملاتړ چي د مصارفو چاري یې د ولایت مقام لخوا د یوې برنامې لمخي د کار په مقابل کي کاریګرو ته غنم ورکول کېده ترسره، او یاده لاره یې په اساسي توګه ورغول.

د هلمند ولایت د اقتصاد رئیس حاجي مولوي محمد عیسیٰ شریف وایي: دغه د تګ راتګ لاره یې د هغه غنمو بدیل چي څه باندي ۲میلیونه او ۲۰۰زرهافغانۍ لګښت راغلی دی.

د یادوني وړ ده چي د دغي لاري په جوړېدو سره به د بغني او باغران ولسوالیو خلګ د ۵ یا ۶ ساعتونو لاري مزل په دوه یا هم یو نیم ساعت کي بشپړوي، او په ډیره ارامه به پر یاده لاره سفر کوي.