هلمند: د امربالمعروف او نهی عن المنکر استازي د ترافیکو مدیریت کي غونډه وکړل:

    نن د هلمند ولایت د امربالمعروف ریاست استازي ددغه ولایت د ترافیکو مدیریت له پرسونل سره ناسته وکړل.   یاد هیئت د هلمند د ترافیکو مدیریت له کارمندانو سره د دوی د اصلاح او روزني په موخه دوی ته ګڼي سپارښتني وکړې. د غونډي پیل د قرانکریم د څو مبارکو ایاتونو په تلاوت […]

 

 

نن د هلمند ولایت د امربالمعروف ریاست استازي ددغه ولایت د ترافیکو مدیریت له پرسونل سره ناسته وکړل.

 

یاد هیئت د هلمند د ترافیکو مدیریت له کارمندانو سره د دوی د اصلاح او روزني په موخه دوی ته ګڼي سپارښتني وکړې.

د غونډي پیل د قرانکریم د څو مبارکو ایاتونو په تلاوت کولو سره په داسي حال کي وسو چي په دغه مجلس کي د ترافیکو د مدیریت د مدیر حاجي ملااحمد اخنذاده په ګډون ددغه مدیریت ټولو کارمندانو هم ګډون درلود وروسته دامربالمعروف ریاست استازي شیخ مولوي عبدالاحد ” مبین” صاحب اداري کارمندانو ته ګڼي سپارښتني وکړې چي ځیني یې په لاندي ډول وې.

 

١:خپل صورت او سیرت په ځانګړي ډول د سر وېښتیان او ږیره باید د نبوي تګلاري مطابق جوړ کړل سي.

 

٢: د خپل مور، پلار، ښوونکو، علماء کرامو او نورو مشرانو درناوی کول باید خپل عادت وګرځوئ.

 

٣: تل هڅه کوئ چي لمونځونه مو په جماعت سره ادا کړئ.

 

٤: د خپلو دندو څخه باید ناوړه ګټه وانخلۍ او تل د ولس سره همکار واوسئ.

 

٦: هر مسلمان مکلف دی چي په لفظ او معنا لمونځ او د اهل السنة والجماعة عقیده زده کړي.

 

د یادوني وړ ده چي د امربالمعروف ریاست څخه راغلي پلاوي د ترافیکو مدیریت اړوند ټولو کارمندانو د فعالیتونو څخه خوښي څرګنده کړه او زیاته یې کړه چي د ښار نظم اوس ډیر ښه سوی نور هم باید کوښښ وسي ترڅو د حادثو مخنیوی وسي

 

یاده غونډه په دعائیه وینا پای ته ورسېده.

 

۱۴۴۳/۷/۹ هـ ق