نام کاربری یا نشانی ایمیل
رمز عبور
مرا به خاطر بسپار
دهلمند ولایت مرکز لښکرګاه په شپږمه حوزه د کوچني کارېز په سیمه کې د هلمند د یو سوداګر حاجي سالوخان له خوا د دغه سیمي د لیسې سره د درسي توکو مرسته وسوه. یاده مرسته چې ۱۴۰۰ جلده کتابونه، زرعدده ۱۰۰۰ کتابچې، زر عدده ۱۰۰۰ قلمان او قلم تراش پکې شامل وه په داسي […]
دهلمند ولایت مرکز لښکرګاه په شپږمه حوزه د کوچني کارېز په سیمه کې د هلمند د یو سوداګر حاجي سالوخان له خوا د دغه سیمي د لیسې سره د درسي توکو مرسته وسوه.
یاده مرسته چې ۱۴۰۰ جلده کتابونه، زرعدده ۱۰۰۰ کتابچې، زر عدده ۱۰۰۰ قلمان او قلم تراش پکې شامل وه په داسي حال کې دیادي لیسې ومسئولینو ته وسپارل سوه چې د معارف د مرکزې حلقې مسئول محترم مولوي محمدعوض صاحب، د هلمند د پوهني ریاست مرستیال حافظ حکیمي صاحب، دکارېز دلیسې مدیر عبدالحق حقبین صاحب، ښاري امیر همت اغا صاحب او یو شمېر نورو مسئولینو هم حضور درلود.
د مرکزې حلقې مسئول او د کارېز دلیسې مدیر د یادي مرستي په اړه د ښاغلي سالوخان څخه مننه وکړه چې د خپل ولس د بچیانو سره یې خواخوږي وښوول او د نوي نسل دپوهي او تعلیم په باب یې دهغه هڅي وستایلې او په دې اړه یې ارزښتناکه خبري وکړې.
دوی پر نورو ملي تجارانو هم ږغ وکړ چې د هېوادوالو سره د تعلیم، ظرفیت لوړوني، زراعت، اقتصاد او نورو برخو کې مرسته او همکاري وکړي.
نېټه:۱۴۴۳/۵/۴/ هـ ق
این مطلب بدون برچسب می باشد.
دیدگاهها بسته است.