نام کاربری یا نشانی ایمیل
رمز عبور
مرا به خاطر بسپار
نن سهار د هلمند د اطلاعاتو او فرهنګ په ریاست کې د ولایتي ادارې اړوند خبریالانو او مطبوعاتي مسؤلینو ته د پښتو لیکدود او کره خبر جوړوني په اړه پنځه ورځنی ورکشاپ په لار واچول شو. د ورکشاپ د پرانیستني پر مهال د ورکشاپ د ګډونوالو تر څنګ د هلمند د اطلاعاتو او فرهنګ […]
نن سهار د هلمند د اطلاعاتو او فرهنګ په ریاست کې د ولایتي ادارې اړوند خبریالانو او مطبوعاتي مسؤلینو ته د پښتو لیکدود او کره خبر جوړوني په اړه پنځه ورځنی ورکشاپ په لار واچول شو.
د ورکشاپ د پرانیستني پر مهال د ورکشاپ د ګډونوالو تر څنګ د هلمند د اطلاعاتو او فرهنګ سرپرست رئیس حافظ راشد (هلمندي) د یاد ریاست دګرځندوی او اطلاعاتو آمرینو هم برخه اخیستې وه.
د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مسؤلین وایي: چي د دغه ورکشاپ څخه یې موخه د ولایتي ادارې اړوند مطبوعاتي کسانو اوخبریالانو د ظرفیت لوړول او په کارونو کي چټکتیا رامنځته کول دي.
د دوی په خبره: تر دغه زده کړه ییز ورکشاپ وروسته به په ولایتي کچه د ټولو فعالیتونو خبر پر وخت او دقیق ډول خپریږي.
دیادوني وړده چي د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست دمسئول په وینا د غه زده کړه یېز ورکشاپونه به دحالاتو مطابق هر وخت جوړه وي.
تاریخ: ۱۴۴۳/۲/۲۹ هق
۲۰۲۱/۱۰/۶
این مطلب بدون برچسب می باشد.
دیدگاهها بسته است.