هلمند. دګرشک ولسوالۍ د مدرسو او ښوونځیو څخه نظارت ترسره سو:

    نن ورځ پنجشنبه د هلمند ولایت د پوهني رئیس د یوه پلاوي په مشرۍ ګرشک ولسوالۍ ته ولاړی او هلته یې د دیني مدرسو او ښوونځیو څخه لیدنه وکړه. دباختر اطلاعاتي اژانس خبر راکوي چي نن له غرمې مخکي د هلمند ولایت د پوهني رئیس محترم مولوي محمدعوض انصاري صاحب او ورسره پلاوي […]

 

 

نن ورځ پنجشنبه د هلمند ولایت د پوهني رئیس د یوه پلاوي په مشرۍ ګرشک ولسوالۍ ته ولاړی او هلته یې د دیني مدرسو او ښوونځیو څخه لیدنه وکړه.

دباختر اطلاعاتي اژانس خبر راکوي چي نن له غرمې مخکي د هلمند ولایت د پوهني رئیس محترم مولوي محمدعوض انصاري صاحب او ورسره پلاوي د ګرشک ولسوالۍ د مدرسو،ښوونځیو اودګرشک دپوهني امیریت لپاره نوی تعمیر چي دبیارغوني چاري یې پیل شوي دي ور څخه د نظارت په موخه دې ولسوالۍ ته سفر وکړ او هلته یې د یادو تعلیمي ادارو د استادانو او شاګردانو سره ولیدل او د هغوی د تعلیمي او تدریسي چارو ارزیابي یې ترسره کړه. اوپه ځانګړي ډول ئې شاګردان وهڅول ترڅو د خپل ظرفیت لوړوني دپاره هڅه او هاند وکړي.نوموړي وویل چي د نن شاګردان د سبا ورځي استادان دي نو باید چي د خپل علمي سطحي د لوړولو دپاره د امکان ترحده کوښښ وکړي او زیار وباسي تر څو د هېواد او ټولني دپاره د ښه خدمت مصدر وګرزي.
استادانو او مسئولینو ته یې د کارونو د لاښه کولو په موخه لازمي لارښووني او سپارښتني وکړې.
وروسته یې د یادي ولسوالۍ د علماء کرامو او مسئولینو سره ګډه ناسته وکړه او د یادي ولسوالۍ د مدارسو او ښوونځیو د لاښه فعالیت،زده کړو ته د خلګو د اولادونو پر هڅولو او د هغوی سره د همکارۍ پرکولو یې بحث او خبري وکړې.
د مسئولینو په وینا چي په یادو مدرسو او ښوونځیو کي د تعلیمي چارو بهیر ډېر ښه وو او د لاښه کولو دپاره به یې نور هم هڅو ته دوام ورکوي.

نېټه:۱۴۴۳/۸/۲۱ هــ ق