هلمند: دګرشک اوښوراب ترمابین ۳ شوبلې یوموتر ویجاړ ۲۳ ګوډاګیانوته مرګ ژوبله اوښتي

دهلمند ولایت  دګرشک او ښوراب تر منځ د سپین کنډک په سیمه کې هرات ته پر غزېدلي سړک پرون ورځ  دګوډاګۍ ادارې دمزدورې اردو پر هغو عسکرو چي یادو سیمو ته دولسي خلګو دسرایونو دنړولو لپاره په ګن شمیر ټانکونو .شوبلو او موټرو کې راوتلي دي دمجاهدینو لخوا ټوله ورځ د درنو وسلو او درازکوفو […]

دهلمند ولایت  دګرشک او ښوراب تر منځ د سپین کنډک په سیمه کې هرات ته پر غزېدلي سړک پرون ورځ  دګوډاګۍ ادارې دمزدورې اردو پر هغو عسکرو چي یادو سیمو ته دولسي خلګو دسرایونو دنړولو لپاره په ګن شمیر ټانکونو .شوبلو او موټرو کې راوتلي دي دمجاهدینو لخوا ټوله ورځ د درنو وسلو او درازکوفو په مټ مسلسل بریدونه  ترسره شول  چي تر مازدیګره یې دوام وکړ.

همداراز پر ۳ شوبلو ۱ کرینګ دښخ کړل شوو ماینونو په مټ پر له پسې قوي چاودنې وشوې.

په چاودنو کې شوبلې او کرینګ مکمل ویجاړ او تخریب شول.

په بریدو او چاودنو کې ۲۳ تنه عسکر یې مړه او ژوبل شول.

جنایتکارو عسکرو دولسي خلګو سلګونه سرایونه په بلدوزرونو نړولي او لاهم یې داجنایت شروع دی چي ولسي خلګو ته درانه مالي زیانونه هم ور اړولي دي.

په جګړو کې الحمدلله  مجاهدينو هیڅ تلفات ندي رسیدلي.

2021/4/11