هلمند: دعامي روغتیا په ریاست کي د همږغۍ او همکارۍ میاشتنۍ غونډه ترسره شوه

دغه غونډه نن دوشنبه له غرمې مخکي د هلمند ولایت د عامي روغتیا ریاست د رئیس مولوی احمد (الغازي) صاحب په مشرۍ جوړه سوې وه. پکښي د دې ریاست اړوند روغتیایي مسؤلینو تر څنګ د یو شمېر نورو روغتیایي مؤسساتو مسؤلینو هم ګډون درلود.   په پیل کي د یاد ریاست مالي او اداري مدیر […]

دغه غونډه نن دوشنبه له غرمې مخکي د هلمند ولایت د عامي روغتیا ریاست د رئیس مولوی احمد (الغازي) صاحب په مشرۍ جوړه سوې وه. پکښي د دې ریاست اړوند روغتیایي مسؤلینو تر څنګ د یو شمېر نورو روغتیایي مؤسساتو مسؤلینو هم ګډون درلود.

 

په پیل کي د یاد ریاست مالي او اداري مدیر ممتاز احمد د تیري ناستي پرمهال د پلان سویو فعالیتونو او پرېکړو پر تعقیب او عملي کېدو بحث وکړ.

او ورپسې د غونډي نورو ګډونوالو په دې ولایت کي د روغتیا په برخه کي د خپلو لاسته راوړنو ، فعالیتونو ، پلانونو او ستونزو په هکله خپل راپورونه او غوښتني د عامي روغتیا رئیس ته وړاندي کړې.

 

د سرې میاشتي راغلو مسؤلینو وویل: چي دوی به د مرکز تر څنګ په ولسوالیو کي هم د روغتیا په برخه کي خپل فعالیتونه چټک کړي چي په وینا یي په لیري پرتو ولسوالیو او سیمو کي به روغتیایي خدمات لا نور هم پراخه او چټک کړي.

 

ورته مهال د کرونا روغتون مسؤلینو وویل: چي دوی به د دې وایروس د خپرېدو د مخنیوي په برخه کي په مرکز او ولسوالیو کي د عامه پوهاوي پروګرامونه زیات کړي او په دې برخه کي به په لویه کچه کمپاینونه په لاره واچوي.

دغه راز د ایمرجنسي روغتون، بست ولایتي روغتون ، ملکه ثریا ،فاطمه بیات روغتونو ،کتلوي معافیت مشاور او د ګڼو نورو ادارو روغتیایي مسؤلینو هم پر بېلا – بېلو موضوعاتو بحث او خبري وکړې.

 

دیادونی وړده چي په عامي روغتیا ریاست کي د همږغۍ او همږغیتوب غوڼده هره میاشت په یاد ریاست کي ترسره کېږي .

 

نېټه؛۱۴۴۳/۵/۱۶ هـ ق