نام کاربری یا نشانی ایمیل
رمز عبور
مرا به خاطر بسپار
نن دپنج شنبې په ورځ دهلمند ولایت په سنګین ولسوالۍ کې د باصلاحیته ګډ پلاوي له خوا ۱۳ پایې دتېلو پمپونه د تېلو د ناسم کیفیت،غیرمسئولانه جوړښت او یا لېټر دکمبود په خاطر وتړل سوه. یاد ګډ هیئت چې دهلمند د استېناف څارنوالۍ، دسنګین ولسوالۍ،همدارنګه د هلمند دانحصاراتو ادارې، د هلمند د تېل فروشانو […]
نن دپنج شنبې په ورځ دهلمند ولایت په سنګین ولسوالۍ کې د باصلاحیته ګډ پلاوي له خوا ۱۳ پایې دتېلو پمپونه د تېلو د ناسم کیفیت،غیرمسئولانه جوړښت او یا لېټر دکمبود په خاطر وتړل سوه.
یاد ګډ هیئت چې دهلمند د استېناف څارنوالۍ، دسنګین ولسوالۍ،همدارنګه د هلمند دانحصاراتو ادارې، د هلمند د تېل فروشانو اتحاديې څخه جوړ سوی دی او مشري یې د هلمند د استېناف څارنوالۍ د نماینده محترم پوهنیار مولوي صاحب په غاړه ده.د سنګین ولسوالۍ د ګڼ شمېر پمپونو څخه لیدنه وکړه.چې په نتیجه کې څلور ۴ پایې دتېلو پمپونه د بې اجازې جوړښت او نهه ۹ پایې نور پمپونه د تېلو د ناسم کیفیت او لېټر د کمبود په خاطر وتړل سوه.
د یادوني وړ ده چې هلمند کې د څه وخت را په دې خوا د تېلو د پمپونو د اصلاحاتو کمپیاین شروع سوی دی. چې په پایله کې یې د مرکز او ولسوالیو ګڼ شمېر د تېلو پمپونو د اصلاح په موخه بند سوي دي.او یاد کمپاین به نور هم دوام ولري.
نېټه؛۱۴۴۳/۵/۱۹ هـ ق
این مطلب بدون برچسب می باشد.
دیدگاهها بسته است.