نام کاربری یا نشانی ایمیل
رمز عبور
مرا به خاطر بسپار
دهلمند د شمالي ولسواليو لپاره ولايت مقام لخوا ټاکل سوي هيئت په باغران ولسوالۍ کي د دوهم ځل تعقیبي نظارت چاري بشپړي کړې. یاد باصلاحیته پلاوی چي رهبري يې د ولايت مقام استازی محترم محسن حاجي مولوي صاحب کوي او ورسره د ګڼو نورو رياستونو استازي هم ګډون لري تېره ورځ يې دباغران ولسوالۍ دعمومي وضعیت […]
دهلمند د شمالي ولسواليو لپاره ولايت مقام لخوا ټاکل سوي هيئت په باغران ولسوالۍ کي د دوهم ځل تعقیبي نظارت چاري بشپړي کړې.
یاد باصلاحیته پلاوی چي رهبري يې د ولايت مقام استازی محترم محسن حاجي مولوي صاحب کوي او ورسره د ګڼو نورو رياستونو استازي هم ګډون لري تېره ورځ يې دباغران ولسوالۍ دعمومي وضعیت د څېړني او ارزوني چاري ترسره کړې.
د دغه هئیت لخوا لومړی د يادي ولسوالۍ اړوند محبس څخه لیدنه وسوه او په زندان کي یې له زندانيانو سره دهغوی د حبس د علتونو او د هغوی سره دمحبس د مسؤلینو د برخورد په هکله بحث او خبري وکړې. او دپلاوي له لوري زندانیانو ته ډاډ ورکول سو، چي د هغوی دوسیو ته به پر وخت رسېده ګي کیږي او په عادلانه توګه به د دوی قضیې حل و فصل کيږي.
همدا ډول یاد پلاوي دباغران ولسوالی د بېلابیلو سیمو د قومي مشرانو، ديني عالمانو سره د جلاجلا مجلسونو په ترڅ کي دهغوی سره دامنیت، روغتیا، پوهني او نورو ټولنیزو اړتیاو دپوره کولو په اړه خبري وکړې چي له نیژدې یې دهغوی ستونزي، غوښتني او وړاندیزونه واورېدل.
همداشان د هيئت دمشر تابه محسن حاجي مولوي صاحب لخوا دباغران ولسوالۍ اړوند ټولو نظامي مسؤلینو او حوزه مشرانو ته جدي سپارښتنه وسوه چي دعاموخلګو سره نېک چلند وکړي او په خپلو صفونو کي هغه په فساد ککړو او ناوړه کسانوته ځای ورنکړي چي هغه جرمي سابقه ولري او یا هم د ولس د زورېدو سبب کيږي. دغه راز محترم مولوي صاحب دصفوفو دتصفیې کمېسیون طرزالعمل چي په درو فصلونو او ۱۲ مادو کي ترتیب سوی وو مجاهدینو ته يې په لنډ ډول تشرېح کړ.
همداراز د هیئت لخوا د ځایي مسؤلینو سره دیادي ولسوالۍ اړوند ستونزو دهواري په موخه بحث اوخبري وسوې.
دغه ډول دقومي مشرانو او دیني عالمانو دغوښتونو او وړاندیزونو په پایله کي دپلاوي له لوري دځایي مسؤلينو او مجاهدينو سره هم خبري وسوې او دعامو خلګو او د محبس د بندیانو یو شمېر ستونزي هم هلته حل او پاته ستونزي به تر ولايت مقام پوري ورسوي.
دیادوني وړده: چي دولایت مقام د هدایت په اساس مسؤلینو ته سپارښتنه وسوه ترڅو ټولو مجاهدینو ته د علماء کرامو په واسطه درې ورځنی سیمینار جوړ او ورته اصلاحي بیانونه وسي.
هېره دي نه وي ټاکل سوي پلاوي د ولسوالۍ د روغتیا یي مرکز او فاروقیه مدرسې څخه هم لیدنه وکړه او د هغوی چاري يې د نږدې و ارزولې چي دهیئت لخوا د همکارۍ ډاډ ورکول سو.
نېټه:۱۴۴۳/۶/۱۰ هــ ق
این مطلب بدون برچسب می باشد.
دیدگاهها بسته است.