نام کاربری یا نشانی ایمیل
رمز عبور
مرا به خاطر بسپار
نېټه: ۲۰/۱/۱۴۴۳ هـ ق ــ ۶/۶/۱۴۰۰ هـ ل داطلاعاتو اوفرهنک ریاست اړوند هلمند اوونیزه چي شاوخوا د یوې میاشتي راهیسي دناامنۍ اونظام دبدلون له امله د چاپه لوېدلې وه، خوشبخانه هلمند ته داسلامي امارت په راتګ اوحاکمیت سره یې بيرته په ښه کیفیت دچاپ لړۍ پیل اوترلوستونکوپوري ورسول سوه. هلمند جریده چي داطلاعاتو اوفرهنک […]
نېټه: ۲۰/۱/۱۴۴۳ هـ ق ــ ۶/۶/۱۴۰۰ هـ ل
داطلاعاتو اوفرهنک ریاست اړوند هلمند اوونیزه چي شاوخوا د یوې میاشتي راهیسي دناامنۍ اونظام دبدلون له امله د چاپه لوېدلې وه، خوشبخانه هلمند ته داسلامي امارت په راتګ اوحاکمیت سره یې بيرته په ښه کیفیت دچاپ لړۍ پیل اوترلوستونکوپوري ورسول سوه.
هلمند جریده چي داطلاعاتو اوفرهنک ریاست اړوند یوه مؤثقه اودباور وړ چاپیزه رسنۍ ده او د (۱۳۳۳) هـ ل کال راهيسۍ تردې دمه دهلمند په ویاړلي نوم چاپیږي اومنځپانګه یې دبېلابېلو طالبوڅخه جوړیږي.
که څه هم په هلمند کي د ورستیو ناامنیو اودنظام دبدلون له امله د نوموړي جریدې دچاپ چارې په تېره یوه میاشت کي له ځنډ سره مخ وې، خو د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست دنوي سرپرست محترم حافط راشد (هلمندي) په خاصو هلوځلواوجریدې مدیریت په زیار دیادي اوونیزي چاپي خپروني دروان کال ۲۰مه ګڼه هم چاپ اولوستونکوته وړاندي سوه.
دیادوني وړده چي د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مسؤلین ډاډ ورکوي، چي په هلمند کي به اسلامي اصولوپه چوکاټ کي دبیان د ازادۍ ننګه اوملاتړکوي همدارنګه به د رسنیزفعالیت دښه کولولپاره ترخپله وسه درسنیوسره همکاري کوي.
راپور باختر آژانس هلمند
۲۰۲۱/۸/۲۸
این مطلب بدون برچسب می باشد.
دیدگاهها بسته است.