هلمند: باباجي کې دچت نړیدو اوموسی کلاکې  دآسماني برېښنا له امله ۲ ماشومان شهیدان شوي

تېره ورځ دهلمند ولایت دباباجي ولسوالۍ د دښت په سیمه کې د زیاتو اورښتونو او سیلابونه له امله د یو کور د نړیدو په پیښه کې دمحمدولي یو ماشوم زوی خپل ژوند د لاسه ورکړی دی. د یادوني وړ ده چې زیاتو اورښتونو په دې ولسوالۍ كې سلګونه جريبه كرهنيزه ځمكه او لسګونه كورونه هم […]

تېره ورځ دهلمند ولایت دباباجي ولسوالۍ د دښت په سیمه کې د زیاتو اورښتونو او سیلابونه له امله د یو کور د نړیدو په پیښه کې دمحمدولي یو ماشوم زوی خپل ژوند د لاسه ورکړی دی.

د یادوني وړ ده چې زیاتو اورښتونو په دې ولسوالۍ كې سلګونه جريبه كرهنيزه ځمكه او لسګونه كورونه هم ويجاړ کړي دي.

په  یوبل  ترلاسه شوي خبرکې  راغلي چې  :  تيره شپه د هلمند ولایت په موسی قلعه ولسوالۍ کې د ګلاب کاریز سیمه کې پر حمیدالله ولد حاجي احسان چې اصلي د باغران ولسوالۍ اوسیدونکی دی ترنځه رالویدلې ده چې نوموړي هلک خپل ژوند د لاسه ورکړی دی.

دیادوني وړ ده چې د اسلامي امارت مسولینو او د هوا پیژندیني ادارې ټولو هېواد والو ته د طوفاني سیلابونو او زیاتو اورښتونو خبر داری ورکړی دی.

 

نېټه؛ ۱۴۴۳/۶/۲ هـ ق.