نام کاربری یا نشانی ایمیل
رمز عبور
مرا به خاطر بسپار
هلمندیان وايي : سږ به اختر په امن او سوله کي لمانځي ، او هیله لري ، چي دا امن او سوله تل پاتي او دایمي وي. له ټول ولسونو غوښتنه لري ، چي په امنیت کي له اسلامي امارت سره بشپړ همکاره اوسې. هلمند هغه ولایت چي یو وخت به يي روژې او […]
هلمندیان وايي : سږ به اختر په امن او سوله کي لمانځي ، او هیله لري ، چي دا امن او سوله تل پاتي او دایمي وي. له ټول ولسونو غوښتنه لري ، چي په امنیت کي له اسلامي امارت سره بشپړ همکاره اوسې.
هلمند هغه ولایت چي یو وخت به يي روژې او اخترونه له جګړو او دردونو سره مله وه . خو سږ کال روژه هم بشپړه امن وه ، او کوچني اختر به هم د دایمي سولي او امن په فضا کي ولمانځل سي. خلک په ښار کي پر رانیولو او خرڅولو بوخت دي ، وايي خوښ دي ، چي اوس هغه پخواني ناوړه جګړیز وختونه پای ته رسیدلي دي ، او ولسونه خپل عادي کارونه پر مخ وړي. دوی وايي باید ټول ولس د اسلامي امارت له ځواکونو سره د امنیت په ټینګښت کي مرسته وکړي ، ترڅو فرصت طلبه او د هیواد دښمنانو ته موقع برابره نسي ، چي بیا د خلکو امنیت وګواښي.
د هلمند اوسیدونکي له اسلامي امارت څخه غواړي ، چي د اختر ورځو کي هم د نرخونو کنټرول ته زیاته پاملرنه وکړي. د دوی په وینا په دې ورستیو کي ګن شمیر خلک اقتصادي ستونزو ځپلي دي. نه یوازي نرخونه راکښته سي بلکه ځوانانو ته کاري زمیني هم برابري سي.
اوس مهال د هلمند په لیري پرتو سیمو او مرکز کي بشپړ امنیت دی ، او هیڅ داسي پیښه نه ده رامنځ ته سوې ، چي خلک دي اندیښمن کړي ، ځايي اوسیدونکي د اسلامي امارت د امنیتي ځواکونو بشپړي هڅي او له هغوی سره ولسي همکاري اغیزمنه بولي.
نېټه؛ ۱۴۴۳/۹/۲۳ هـ ق
این مطلب بدون برچسب(تکونه) می باشد.
لید بند دی.