نام کاربری یا نشانی ایمیل
رمز عبور
مرا به خاطر بسپار
تېره ورځ د هلمند ولايت په کجکي ولسوالۍ کي د راتلونکي کوچني اختر د شپو او ورځو د امنیت د ټینګښت او تائمین په اړه د یادي ولسوالۍ د مسؤلینو ترمنځ غونډه وسوه. په یاده غونډه کي د کجکي ولسوالۍ د امنیه قوماندان حاجي حقمل حاجي ملا صاحب ترڅنګ د یادي ولسوالۍ د حوزو […]
تېره ورځ د هلمند ولايت په کجکي ولسوالۍ کي د راتلونکي کوچني اختر د شپو او ورځو د امنیت د ټینګښت او تائمین په اړه د یادي ولسوالۍ د مسؤلینو ترمنځ غونډه وسوه.
په یاده غونډه کي د کجکي ولسوالۍ د امنیه قوماندان حاجي حقمل حاجي ملا صاحب ترڅنګ د یادي ولسوالۍ د حوزو مسؤلینو او مجاهدینو هم ګډون درلود.
د غونډي پیل دقرانکریم د څو مبارکو اياتونو په تلاوت سره وسو، ورپسې د کجکي ولسوالۍ د امنیه قوماندان لخوا امنیتي مسؤلینو ته ګڼي سپارښتني وسوې او د هغوی نظرونه او مشورې یې واورېدلې.
د کجکي ولسوالۍ امنیتي مسؤلینو وعده وکړل چي د یادي ولسوالي د اوسېدونکو د امنیت په ټینګښت کي به شپه او ورځ پر ځان یوه کړي، ترڅو ولس په پوره خوښۍ او خوشحالۍ د اختر ورځي ولمانځي.
غونډه په دعائیه وینا پای ته ورسېده.
نېټه؛ ۱۴۴۳/۹/۲۹ هـ ق
این مطلب بدون برچسب می باشد.
دیدگاهها بسته است.