نام کاربری یا نشانی ایمیل
رمز عبور
مرا به خاطر بسپار
د هلمند عام اوسېدونکي او تجاران له امنیت څخه خوښ دي او وايي تجارت او کاروبار يې عادي حالت ته ګرځیدلی. د هلمند تجاران او کاروباریان وايي : خوښ دي چي د لویو لارو، ښارونو او ولسوالیو امنیتي حالت ډاډمن سوی دی، د دوی په وینا د تېر په پرتله خلک هم […]
د هلمند عام اوسېدونکي او تجاران له امنیت څخه خوښ دي او وايي تجارت او کاروبار يې عادي حالت ته ګرځیدلی.
د هلمند تجاران او کاروباریان وايي : خوښ دي چي د لویو لارو، ښارونو او ولسوالیو امنیتي حالت ډاډمن سوی دی، د دوی په وینا د تېر په پرتله خلک هم ذهني او هم فزیکي امنیت لري او اقتصادي حالت هم ورځ تر بلي د ښه کېدو په حال کي دی.
لښکرګا ښار کي تجاران وايي : پخوا به د لویو لارو پر سر ناقانونه پیسو اخیستني او نا امنۍ ګڼ خنډونه رامنځ ته کول خو اوس دا هرڅه پای ته رسېدلي او د دوی تجارتي چاري د تېر په پرتله ښه سوي دي.
د دې ولایت عام ښاریان هم له امنیت څخه خوښ دي او وايي دا هغه ورځي او شپې دي چي دوی يې غوښتنه کول.
وايي د تیر په پرتله خلکو ته روحي سکون نصیب سوی او هیڅ ډول ډار او وېره نه لري.
دا په داسي حال کي ده چي دې ولایت کي د جرمونو او نورو ناوړه او ناقانونه چارو د مخنیوي لپاره هره ورځ اقدامات کیږي.
نېټه؛ ۱۴۴۳/۷/۲۰ هـ ق
این مطلب بدون برچسب می باشد.
دیدگاهها بسته است.