هلمند:نادعلي ، نهرسراج او باباجي کې ۱۳۸ تنه عسکر اوچارواکي له مجاهدینوسره یوځای شوي

دامیرالمؤمنین – حفظه الله تعالی –  دعمومي عفوې نه په استفاده  پرون ورځ  دهلمند ولایت  په نادعلي ولسوالۍ کې  دګوډاګۍ ادارې ۴۵ تنه پولیس ، داردوعسکر، سرحدیان، او سنګوریان دحقائقو په درک کولو سره له ۳ ثقیلانو،  ۱ راکټ،  ۲ کرمولیانو،  ۱ چریکي هاوان ، ۸ کلاشنکوفونو ،  ۱ توپنکچې سره له مجاهدینوسره یوځای شول […]

دامیرالمؤمنین – حفظه الله تعالی –  دعمومي عفوې نه په استفاده  پرون ورځ  دهلمند ولایت  په نادعلي ولسوالۍ کې  دګوډاګۍ ادارې ۴۵ تنه پولیس ، داردوعسکر، سرحدیان، او سنګوریان دحقائقو په درک کولو سره له ۳ ثقیلانو،  ۱ راکټ،  ۲ کرمولیانو،  ۱ چریکي هاوان ، ۸ کلاشنکوفونو ،  ۱ توپنکچې سره له مجاهدینوسره یوځای شول

همداراز دګرشک ولسوالۍ اړوند د نهرسراج  اوسیدونکي  ۶۹ تنه عسکر ، پولیس ، سنګوریان ، او نور اداري کارکونکي دلښکرګاه تر محاصرې وروسته  له   ۶ کلاشنکوفونو ،  ۱ کمنډوزهاوان،  ۱ ثقیل،  ۱ چریکي هاوان،  ۱ توپنکچې  مجاهدینو ته راغلي

او دهمدي ولایت دمرکز لښکرګاه  اړوند دباباجي په سیمه کې  دګوډاګۍ ادارې ۲۴ تنه پولیس ،عسکر، او سنګوریان او اداري کارکونکي دحقائقو په درک کولو   له ۱ میل خفیف سره مجاهدينو سره یوځای شوي

ټولو ته داسلامي امارت د دعوت ارشاد جلب اوجذب کمېسیون  له لوري امن کارتونه ورکړی شوي

نوموړو هم کلکي ژمني کړي چې نور به هیڅکله  دګوډاګۍ ادارې لیکو ته ورستانه نه شي

 

۲۰۲۱/۸/۹