هلمند:مرستیال والي وایي ولسوالیو ته به په منظم ډول د کرکیلي اوبه ورکول کیږي:

  د هلمند مرستیال والي نن په خپلو خبرو کي وویل چي د هلمند ولایت ټولو ولسوالیو ته به په منظم ډول د کرکیلي اوبه ورکول کیږي. د هلمند مرستیال والي د بیلابیلو ولسوالیو له مځکه والو او کرونده ګرو سره په داسي حال کي ولیدل چي د ابیارۍ رئیس هم ورسره مل وو. په […]

 

د هلمند مرستیال والي نن په خپلو خبرو کي وویل چي د هلمند ولایت ټولو ولسوالیو ته به په منظم ډول د کرکیلي اوبه ورکول کیږي.

د هلمند مرستیال والي د بیلابیلو ولسوالیو له مځکه والو او کرونده ګرو سره په داسي حال کي ولیدل چي د ابیارۍ رئیس هم ورسره مل وو.

په دې کتنه کي ولسوالیو ته د اوبو د منظم ویش پر چارو خبري وسوې او ټولو ولسوالیو ته د اوبو د منظم ویش لاري چاري وسنجول سوې.
د هلمند مرستیال والي حزب الله مولوي صاحب په داسي حال کي چي د سیندیزي فرعي حوزې رئیس قایم صاحب هم حضور درلود د ګرشک ، نادعلي ، باباجي ، ناوې او مارجې ولسوالیو له کرونده ګرو او اوسېدونکو سره وکتل.
ددغه ولسوالیو اوسېدونکو غوښتنه وکړه چي کروندو ته باید په منظمه او نوبت واره توګه اوبه ورسیږي.

د هلمند مرستیال والي وویل : حکومت مکلف دی چي تر ټولو ولسوالیو اوبه په عادلانه توګه ورسوي او په دې برخه کي يې د هغه نقشې او اصولو چاري ورغلو کسانو ته بیان کړې چي د اوبو د تنظیم او ویش لپاره چمتو سوې وه.
ده وویل : ټولو مځکوالو ته به د همدې اصولو له مخي اوبه ورکول کیږي او خوښي يې وښوده چي سږکال د نورو کلونو په پرتله هلمند ښې او پریمانه اوبه لري چي په منظمه توګه به تر ټولو ځمکو ورسیږي.
دغه راز د آبیارۍ رئیس قایم صاحب هم د اوبو د منظم ویش برخه کي ژمنه وکړه وې ویل ، د هر مځکوال د اوبو حق معلوم دی او دوی به يې دا حق د هغه اوصولو له مخي ورکوي چي ورته وضع سوي دي.

وايي هیڅکله به د یوې ولسوالی حق په بلي ولسوالۍ ونه خورې او نه به هم چاته اجازه ورکړي چي تر خپل حق اضافه اوبه ولګوي.
د یادوني وړده چي هلمند کجکي ډم کي اوس مهال د اوبو کچه د لوړ والي پر لور روانه ده او ډاډ ترلاسه سوی چي سږکال به ټولو کښتونو ته په منظمه توګه اوبه ورسیږي.

نېټه؛ ۱۴۴۳/۷/۲۷ هـ ق