هلمند:د سکتور ریاست کي د همږغۍ غونډه جوړه سوه:

  تېره ورځ د هلمند ولایت سکتور ریاست کي د مخابراتو ریاست، اترا ادارې او دځینو خصوصي مخابراتي شرکتونو د مسئولینو سره د همږغۍ غونډه جوړه سوه. دباختر اطلاعاتي اژانس خبر راکوي چي یاده غونډه چي د هلمند د سکتور ریاست د رئیس ښاغلي انجنر عبدالناصر ناصح صاحب په مشرۍ جوړه سوې وه.د هلمند د […]

 

تېره ورځ د هلمند ولایت سکتور ریاست کي د مخابراتو ریاست، اترا ادارې او دځینو خصوصي مخابراتي شرکتونو د مسئولینو سره د همږغۍ غونډه جوړه سوه.

دباختر اطلاعاتي اژانس خبر راکوي چي یاده غونډه چي د هلمند د سکتور ریاست د رئیس ښاغلي انجنر عبدالناصر ناصح صاحب په مشرۍ جوړه سوې وه.د هلمند د مخابراتو رئیس ښاغلي ملاامان الله شبیرصاحب،د افغان بېسیم مخابراتي شرکت د هلمند څانګي مسئول ښاغلي سردارولي حلیم صاحب،د اترا ادارې نماینده ښاغلي انجنر ممتاز احمدصاحب،دکابل څخه د افغان بېسیم شرکت له لوري راغلی هیئت ښاغلی انجنر سیدرضاحسیني صاحب او د افغان ټلیکام مسئول ښاغلي توریالي صاحب او ګڼ شمېر نورو مسئولینو هم ګډون کړی وو.
پر بېلابېلو موضوعاتو بحث او خبري وسوې.
د غونډي په پیل کي د هلمند د سکتور ریاست رئیس ښاغلي انجنر عبدالناصر ناصح صاحب د مخابراتي شرکتونو همدا راز د نورو اړوند نهادونو څخه وغوښتل ترڅو د مخابراتي شبکو و کمیت او کیفیت ته پوره پاملرنه وکړي.
او همدا راز د خدماتو په برخه کي بشپړ شفافیت او روڼتیا په پام کي ونیسي.
هغه د بېلګي په ډول د افغان بېسیم شبکې و هغه نیمګړتیا ته اشاره وکړه چي د ۲ افغانیو کریډیټ په لرلو سره بیا هم د اړیکي ټینګول ستونزمن وي او مشتري د ستونزو سره مخ کېږي.هغه زیاته کړه چي د چوپړوالي څانګي استازي د ستونزو پر وخت پوښتنو ته جواب نه وایي چي په پایله کي اړیکه پرې کېږي او ددوهم ځل دپاره بیاځلي کريډيټ مصرفېږي.ښاغلي ناصح وویل چي مخابراتي شبکې په ځانګړي ډول بېسیم شبکه دي خپل فعالیت په مرکز او ولسوالیو کي پیاوړی او غښتلی کړي.او د کمیت او کیفیت د لوړولو دپاره دي لاس په کار سي.ترڅو د خلګو ستونزي او شکایتونه ختم او خدمات ورته په سمه توګه ورسېږي.
نوموړي د افغان ټلیکام مخابراتي شبکې د مسئولینو څخه هم جدي غوښتنه وکړه ترڅو د دولتي. مخابراتي سکتور په اړه خپل مسئولیت ادا او ددې شبکي خدمات غښتلي او تر خلګو ورسوي.هغه په عمومي ډول د مخابراتي شبکو د مسئولینو څخه وغوښتل چي د فیکیجونو د لوړ قیمت په اړه هم جدي پاملرنه وکړي او د هېواد د خلګو اقتصادي وضعیت ته په کتو د فیکیجونو په قیمتونو کي خپل بشپړه همکاري ونه درېغوي.
د افغان بېیسم او نورو اړوند نهادونو له لوري هم یادي ستونزي پر ځای او جدي وبلل سوې او ژمنې وسوې چي راتلونکي کي به د یادو او نورو ستونزو په اړه بشپړ غور کېږي ترڅو ورته د حل لاري پیدا او په اړه یې لازم اقدامات ترسره سي.
په غونډه کي ټینګار وسو چي ایينده کي به هم د همږغۍ وورته ناستو ته دوام ورکول کېږي او د غونډي پرېکړي به وخت په وخت تعقیبېږي.ترڅو هرڅه په عمل کي ثابت او ټولني ته وړاندي سي.

نېټه:۱۴۴۳/۹/۲۵ هــ ق