نام کاربری یا نشانی ایمیل
رمز عبور
مرا به خاطر بسپار
نن ورځ چهارشنبه د هلمند ولایت خانشین ولسوالۍ یوشمېر دیني عالمانو او قومي مشرانو د هلمند والي محترم طالب مولوي صاحب سره د ولایت په مقام کي لیدنه وکړه. دباختر اطلاعاتي اژانس خبر راکوي چي د شیخ الحدیث مولوي محمدعیسی صاحب په مشرۍ یوشمېر دیني عالمانو او قومي مشرانو لمړی هلمند والي ته د […]
نن ورځ چهارشنبه د هلمند ولایت خانشین ولسوالۍ یوشمېر دیني عالمانو او قومي مشرانو د هلمند والي محترم طالب مولوي صاحب سره د ولایت په مقام کي لیدنه وکړه.
دباختر اطلاعاتي اژانس خبر راکوي چي د شیخ الحدیث مولوي محمدعیسی صاحب په مشرۍ یوشمېر دیني عالمانو او قومي مشرانو لمړی هلمند والي ته د وروستیو فتوحاتو مبارکي وویل.او وروسته یې د خانشین ولسوالۍ د ځیني عام المنفعه سیمو په اړه خپل ستونزي او مشکلات د هلمند والي سره شریک کړه. هغوی زیاته کړه چي د یادو سیمو خلګ د ډېرو ستونزو سره مخامخ دي چي د حل دپاره یې باید ولایتي اداره او ځایي مسئولین لاس په کار سي. ترڅو د خلګو ستونزي حل او د امن او سوکالۍ ژوند ته لاره هواره سي.
وروسته هلمند والي محترم طالب مولوي صاحب یادي ستونزي او وړاندیزونه یو واضح حقیقت یاد کړ.او تر ژوري کتني وروسته یې اړوند مراجعو ته د حل په موخه لازمي لارښووني او سپارښتني ترسره کړې. نوموړي وویل چي زموږ ترټولو مهم هدف دادی چي خلګو ته خدمت وکړو.او د خلګو ستونزي پر وخت باندي حل او له هر ډول مشکلاتو پر مهال ورسره همکاري وکړو.هغه وویل چي د عامو هېوادوالو پر مخ مو دروازې هروخت خلاصي دي.او د خپل وس تر حده به یې خدمت کوو. هغه زیاته کړه چي د هېوادوالو خدمت مو اسلامي دنده او مسئولیت دی.ترڅو د ظالم لاس د ظلم څخه رالنډ او د مظلوم دفاع وکړو. والي صاحب د خپل لوري د هرراز همکارۍ ډاډ ورکړ.
نېټه:۱۴۴۳/۸/۲۰ هــ ق
این مطلب بدون برچسب می باشد.
دیدگاهها بسته است.