نام کاربری یا نشانی ایمیل
رمز عبور
مرا به خاطر بسپار
د ارزګان ولایت په مرکز ترینکوټ کي د اړمنو او جګړه ځپلو ۵۶۰۰ کورنیو سره د خوراکي او پوښاک د توکو مرستې وسوې. د خوراکي توکو مرستې دې ولایت کي د خوړو د نړېوال سازمان WFP لخوا پر پنځه زره کورنیو د وېش لړي پيل سوه. ددې مرستو پلي کوونکي ادارې KRO یا […]
د ارزګان ولایت په مرکز ترینکوټ کي د اړمنو او جګړه ځپلو ۵۶۰۰ کورنیو سره د خوراکي او پوښاک د توکو مرستې وسوې.
د خوراکي توکو مرستې دې ولایت کي د خوړو د نړېوال سازمان WFP لخوا پر پنځه زره کورنیو د وېش لړي پيل سوه.
ددې مرستو پلي کوونکي ادارې KRO یا د کندهار د کډوالو چارو سازمان یوتن مسوول محیب الله زاهد وویل، د اړمنو پنځه زره کورنیو سروې څه موده مخکي پيل سوې وه او نن ورباندي د خوراکي توکو د وېش لړۍ پیلیږي.
هغه وایې، هري کورنۍ ته ۷۵ کېلو اوړه، ۶،۸۳ کیلو غوړي ۹،۳۸ کیلو دال مالکه او د ماشومانو د تقویې مواد ورکول کیږي.
په وینایې، دا مرستي به د شپږو میاشتو لپاره دوام ولري او هري کورنۍ ته به د ورکول سوي ځانګړي کارت له مخي پورته اندازه توکي په میاشتنۍ توګه ورکولکیږی.
همدارنګه دې ولایت کي د سرې میاشتي ادارې لخوا پر شپږ سوه کورنیو ژمني پوښاک ووېشل سوه.
د اروزګان ولایت د سرې میاشتي ادارې مسوول سیف الله مفتون وویل، دا ژمني توکي چي کمپلي او جمپرونه شامل دي د سعودي عربستان د باچاه ملک سلمان د خیریه بنسټ لخوا ترسره سوي دي.
د اروزګان د اقتصاد ریاست مسوول حسن مولوی صاحب له مرستندویه ادارو غواړي چي دې ولایت کي خپلي بشري او نور اقتصادي مرستي له اړمنو سره زیاتي کړي.
هغه وایې، خلک له سختو ستونزو سره مخ دي او د راوتلو لپاره یې یوازینۍ لاره د مرستو دوام ده.
بلخوا مرسته ترلاسه کونکي کورنۍ خوشحاله دي چي هغوی ته یې بشري مرستي ورکړي دي.
د خوراکي توکو یوتن ترلاسه کوونکي، جاوید احمد وویل، خوښ دي چي نن ورته مرستي ورکول سوې، ځکه هغوی له سختو ستونزو سره مخ وه.
دوی غوښتنه کوي چي دا ډول مرستي دي ورته زیاتي کړي.
اروزګان کي تردې وړاندي هم زرګونو کورنیو ته خوراکي او غیري خوراکي توکي ورکول سوې دي.
نیټه: ۱۴۴۳/۷/۳ ه ق
این مطلب بدون برچسب می باشد.
دیدگاهها بسته است.