هرات کې دیوې دیني مدرسې دبنسټ ډبره کښېښودل شوه

د تېري سه شبنې په ورځ  دحمل ( وري) دمیاشتي په ۲۹ نیټه د هرات ولایت  د کوهزوردوکشه د مومن اباد کلي په سیمه کې د حضرت عثمان بن عفان – رضی الله تعالی عنه- په مسجد کې  داسلامي امارت دتعلیم اوتربیې دسیمه ایزو مسؤولینو له لوري یوه شانداره غونډه ترسره شوه په غوڼه کې  […]

د تېري سه شبنې په ورځ  دحمل ( وري) دمیاشتي په ۲۹ نیټه د هرات ولایت  د کوهزوردوکشه د مومن اباد کلي په سیمه کې د حضرت عثمان بن عفان – رضی الله تعالی عنه- په مسجد کې  داسلامي امارت دتعلیم اوتربیې دسیمه ایزو مسؤولینو له لوري یوه شانداره غونډه ترسره شوه

په غوڼه کې  دهرات ولایت لپاره داسلامي امارت دتعلیم اوتربیې مسؤول  او ګڼو نورو علماؤ  د تعلیم اوتعلم په اهمیت اوضرورت اوپه اوسني وخت کې ددیني مدارسو پر اهمیت باندي مفصلي ویناوي واورولي

وروسته  دخلکو په نمایندګي ارباب حیدر د غونډي برخه والو ته ویناوکړه چې له دې سره  ډاکتر حاجي سید عبدالمؤمن یو جریب ځمکه  ددیني مدرسې دبنسټ اېښودلو لپاره وقف کړه

دیادي مدرسې لپاره مولوي سیدعمر چې په حکمت اغاصاحب سره شهرت لري دمهتمم په توګه وګمارل شو

غونډه د دعائیې په لوستلوسره پای ته ورسیده

2018/4/20