نیمروز کې د سرو لښکرو د ماتې او وتلو د ۳۳ مې کلیزې لمانځغونډه ترسره سوه

  زرنج،  د رجب ۱۳ مه /  د سلواغې ۲۶ مه   د باختر خبري آژانس د راپور پر اساس، نن په نیمروز ولایت کې د پخواني شوروي د ماتې او وتلو څخه د ۳۳ مې کلیزې د لمانځنې په مناسبت پراخه ولسي غونډه ترسره سوه.   دغه لمانځغونډه، چې د ولایت مقام په مېلمستون […]

 

زرنج،  د رجب ۱۳ مه /  د سلواغې ۲۶ مه

 

د باختر خبري آژانس د راپور پر اساس، نن په نیمروز ولایت کې د پخواني شوروي د ماتې او وتلو څخه د ۳۳ مې کلیزې د لمانځنې په مناسبت پراخه ولسي غونډه ترسره سوه.

 

دغه لمانځغونډه، چې د ولایت مقام په مېلمستون کې ترسره سوه، د کډوالو او بیا راستنیدونکو چارو وزارت سرپرست وزیر،  الحاج خلیل الرحمن حقاني د ادارو رئیسانو، علمای کرامو،  قومي مشرانو او ځوانانو ګډون کړی وو.

لمانځغونډه د قرآن کریم د څو مبارکو آیتونو په تلاوت سره پیل سوه.

 

د ټولو اشغالګرو ځواکونو په وړاندي د افغانستان غیرتمن اولس مبارزه کړې ده او تل یې د دوی پلانونه او اهداف لمنځه وړي دا خبري په نیمروز کې د سرو لښکرو د وتلو او ماتې په مناسبت جوړي سوي لمانځغونډې کې د هېواد د کډوالو او بیا راستندونکو چارو سرپرست وزیر الحاج خلیل الرحمن حقا_نی، وکړي او زیاته یې کړه، چې الحمدالله نن د افغانستان خلکو د ۲۰ کلني مبارزو او قربانیو نتیجه ترلاسه کړې ده او د غربیانو ټولي دسیسي  لمنځه ولاړي.

 

ښاغلي حقاني زیاته کړه، چې موږ باید پاملرنه وکړو، چې یرغلګرو زموږ کورنه او خلک یې لمنځه وړي او همدارنګه افغانانو په دې برخه کې زیات شهیدان او قرباني ورکړي دي.

ښاغلي حقاني د نیمروز د محلي مسؤولینو څخه هیله وکړه ترڅو د خلکو سره د اړیکو په ټینګولو کې پوره پاملرنه وسي.

ویناوالو هر یو؛ م. محمد نادر “رحیم الله ” م. ذکریا “عظیمی”، ملوی محمد محسن روحاني، ملوی صدیق الله بنی کمال، مفتي محممود ذاکري او ملو_ی و عبدالخالق “حکیم الله” د دې ولایت د کرهڼې او مالداري رئیس، د ارزښتناکو او هر اړخیزو خبرو ترڅنګ د تاریخ په اوږدو کې د مسلمانانو او افغانانان د اتلولیو د یادونې سربیره د لوی خدای (ج) له دربار څخه د دې خاورې سپیڅلو شهیدانو ته د فردوس جنت د غوښتنې ترڅنګ د شهیدانو وینو ته د درناوی په موخه د دې خاورې د ساتني، سوکالۍ، ښکلا او آبادۍ لپاره د نه ستړې کیدونکو هڅو ډاډ هم، وړاندي کړ.

لمانځغونډه د دُعا په ویلو سره پایته ورسېد.