نیمروز کې د برېښنا ضایعاتو کچه ۵۰ سلنه راښکته شوې ده

الاماره (۱۴۴۴/ربیع الثاني۲۰)د نېمروز برېښنا زیارکښو تخنیکي کارکوونکو له لورې د ناقانونه برېښنا مخنېوي عملیاتو پایله کې، د برېښنا ضایعاتو کچه د تیر په پرتله پنځوس سلنه راښکته شوې، چې پر عمومي عوایدو یې د پام وړ اغیز کړی دی. نیمروز کې دا لویه بریا د ترو او ناقانونه مزو پر پرې کولو سربیره، د […]

الاماره (۱۴۴۴/ربیع الثاني۲۰)د نېمروز برېښنا زیارکښو تخنیکي کارکوونکو له لورې د ناقانونه برېښنا مخنېوي عملیاتو پایله کې، د برېښنا ضایعاتو کچه د تیر په پرتله پنځوس سلنه راښکته شوې، چې پر عمومي عوایدو یې د پام وړ اغیز کړی دی.
نیمروز کې دا لویه بریا د ترو او ناقانونه مزو پر پرې کولو سربیره، د شبکې تخنیکي ستونزو پر وخت حل او د دوامداره څار په پایله کې تر لاسه شوې ده، چې دا لړۍ په منظم ډول روانه ده.
د افغانستان برېښنا شرکت رهبرۍ لارښوونې سره سم، ټول هېواد کې د برېښنا ضایعاتو کچې راټیټولو لپاره، تخنیکي ټیمونه څیړنیز عملیات کوي، چې د ضایعاتو کچې پر راټیټولو یې د پام وړ اغېز کړی دی.
د افغانستان برېښنا شرکت په ټېنګار سره تل پر ټولو هېوادوالو غږ کړی، چې د برېښنا ناقانونه کارونه له بیت المال غلا ده او مخنېوي برخه کې دې تل مرستندوی اوسي