نام کاربری یا نشانی ایمیل
رمز عبور
مرا به خاطر بسپار
زرنج، د جمادي لاؤلي ۱۶ مه/ د لیندۍ ۳۰مه نیمروز کې د اضطرار حالت د کمیټي غونډه د دې ولایت د ولایت مقام د مرستیال غلام نبي “عثماني” تر مشري لاندي په داسي حال کې، چې د کمیټي غړو او د ولایتي موسساتو مسؤلینو هم ګډون درلود ترسره سوه. دغه غونډه، چې د […]
زرنج، د جمادي لاؤلي ۱۶ مه/ د لیندۍ ۳۰مه
نیمروز کې د اضطرار حالت د کمیټي غونډه د دې ولایت د ولایت مقام د مرستیال غلام نبي “عثماني” تر مشري لاندي په داسي حال کې، چې د کمیټي غړو او د ولایتي موسساتو مسؤلینو هم ګډون درلود ترسره سوه.
دغه غونډه، چې د ولایت مقام د غونډو په تالار کې ترسره سوه، د قرآنکریم د څو مبارکو آیتونو په تلاوت سره پیل سوه.
د طبیعي پېښو په وړاندي د مبارزي رئیس مولوي محمد قاسم “محمد” په یادې غونډي کې، په ځینو سیمو کې د څښاک اوبو د نشتون خبره وکړه او وویل: کچیري اوسنی وچکالۍ مدیریت نسي په آینده کې د سختو ستونزو سره مخ کیدونکي یو.
ښاغلي “محمد” د ولایتي موسساتو څخه پدې برخه کې د پوره همکاریو غوښتنه وکړه او زیاته یې کړه، چې په راتلونکو څو اونیو کې ۱۵۰۰ کورنۍ زموږ لخوا سروي او مرستي ورکول کیږي.
پدې غونډه کې همدارنګه مولوي یارمحمد “حقیار” د پوهنې رئیس هم خبري وکړې او وویل، د ستونزو د حل په موخه هر مسؤل دې خپله دنده سرته ورسوي ترڅو ملت ته آسانتیاوي رامنځته سي.
د سره میاشتي رئیس، د موسساتو ولایتي استازو په وار سره یې خبري وکړي او د هر ډول همکاریو ژمني وکړي په ورستیو کې مرستیال والي غلام نبي “عثماني” د غونډې ګډونوالو ته یې د ولس سره د ښو اړیکو پر ټینګولو تاکید وکړ او د ستونزو د حل په لارو چارو یې مفصلي خبري هم وکړي.
این مطلب بدون برچسب می باشد.
دیدگاهها بسته است.