نام کاربری یا نشانی ایمیل
رمز عبور
مرا به خاطر بسپار
زرنج، د څلورمې خور ۷ مه / د مرغومي میاشتي ۲۰ مه د کمال خان د بند ساتنه زموږ مسؤولیت دی، د بند په کاسه کې اوبه ندي بي ځایه سوي، دغه څرګندوني د نیمروز والي، ملا نجیب الله “رفیع” په داسي حال کې، چې مرستیال والي ملا محمد نبي”عثماني” او د یوشمېر نورو […]
زرنج، د څلورمې خور ۷ مه / د مرغومي میاشتي ۲۰ مه
د کمال خان د بند ساتنه زموږ مسؤولیت دی، د بند په کاسه کې اوبه ندي بي ځایه سوي، دغه څرګندوني د نیمروز والي، ملا نجیب الله “رفیع” په داسي حال کې، چې مرستیال والي ملا محمد نبي”عثماني” او د یوشمېر نورو ادارو مسؤولینو ورسره ملیتا کوله د کمال خان بند څخه د لیدني پرمهال د رسنیو سره د خبرو پرمهال وکړي د نیمروز والي، ښاغلي “رفیع” همدارنګه وویل، د وروستیو اورښتونو له امله د بند په کاسه کې ډیري اوبه ذخیره سوي او هیڅ بي ځایه سوي ندي ښاغلي رفیع همداراز زیاته کړه، د بند د پاته کارونو د بشپړولو سره سم د نیمروز، اوسیدونکي د دې اوبو څخه په سهې ډول ګټه اخیستلای سي. د نیمروز والي، هېوادوالو ته یې د دې بند د امنیت د ټینګولو ډاډ هم ورکړ.
د کمال خان بند، د هېواد د مهمو بندونو څخه دی، چې د نیمروز ولایت په چهاربرجکي ولسوالۍ کې موقعیت او د زرنج ښار څخه ۹۵ کیلو متره واټن لري او کولاي سي ۸۰ زره هکتاره ځمکه خړوبه کړي او ۹ میګا واټه د بریښنا د تولید ظرفیت لري.
این مطلب بدون برچسب می باشد.
دیدگاهها بسته است.