نام کاربری یا نشانی ایمیل
رمز عبور
مرا به خاطر بسپار
زرنج، د رجب ۱۹مه/ د کب میاشتي دویمه د باختر خبري آژانس د راپور پر بنسټ، د نیمروز ولایت د چهار برجکي ولسوالۍ د تېر نظام د امنیه قوماندانۍ د اعاشې آمر، عبدالغیاث د جمعه زوي نن خپل هېواد افغانستان د نیمروز ولایت ته راستون او د ا.ا.ا. ترچتر لاندي یې خپل […]
زرنج، د رجب ۱۹مه/ د کب میاشتي دویمه
د باختر خبري آژانس د راپور پر بنسټ، د نیمروز ولایت د چهار برجکي ولسوالۍ د تېر نظام د امنیه قوماندانۍ د اعاشې آمر، عبدالغیاث د جمعه زوي نن خپل هېواد افغانستان د نیمروز ولایت ته راستون او د ا.ا.ا. ترچتر لاندي یې خپل د ژوند چارې پیل کړې.
د چهار برجکي ولسوالۍ د امنیه قوماندانۍ د اعاشې مخکني آمر ددې ولایت د امنیه قومندان، الحاج سردار محمد “ایوبي” سره په امنیه قومندانۍ کې لیدنه وکړه.
د نیمروز امنیه قومندان د ښه راغلاست او د راتګ په موخه د مننې ترڅنګ وویل، د امیرالمؤمین شیخ_ الحدیث_ مولوی هبةالله “اخندزاده”حفظه الله، د فرمان پر اساس، ټولو افغانانو ته عمومي عفوه ده.
ښاغلي زیاته کړه، موږ ټول فرمان مراعت کولو ته ژمن یو او د اوسنې نظام لمنه ډیره پراخه ده هر افغان کولاي سي، چې په آرام چاپیریال کې ژوند وکړي او هیڅ ډول خنډ ورته نه رامنځته کیږي.
امنیه قومندان، له هغو هېوادوالو څخه هېواد ته د راتګ غوښتنه وکړه، چې په بهرنیو هېوادونو کې ژوند کوي او وېي ویل، چې د هر افغان عزت پخپل هېواد کې خوندی دی.
وروسته عبدالغیاث د اسلامي امارت د حسن نیت او ښه چلند څخه د مننې ترڅنګ وویل، دا چې په هېواد کې ما خپل عزت خوندی ولیدی او اوس ښه امنیت ډاډمن دی نو ما وغوښتل ترڅو وطن ته راستون سم او د فعلی نظام ترچتر لاندي خپل عادي ژوند وکړم او له نورو وطنوالو څخه هم هیله کوم ترڅو هېواد ته راستانه سي او پخپل وطن کې ژوند وکړي.
ښاغلي عبدالغیاث امنیه قومندان ته ډاډ ورکړ، چې هیڅ داسي کړنه، چې د نظام خلاف وي زموږ لخوا نه ترسره کیږی او د نظام د بقاء په موخه ستاسو ترڅنګ ولاړ یم دا په داسې حال کې ده، چې تېره ورځ د زرنج ښار د څلورمې امنیتي حوزې پخوانی آمر او دوي اونۍ مخکي د خاشرود ولسوال هم هېواد ته بیرته راغلل.
این مطلب بدون برچسب می باشد.
دیدگاهها بسته است.