نیمروز: د مشرتابه لخوا رالیږل سوی هيئت د نیمروز ولایت له قومي مشرانو سره وکتل 

    زرنج، د رجب ۲۶ مه/ د کب ۹ مه   د باختر آژانس د خبر له مخې، د نيمروز ولايت  قومي مشرانو د عالیقدر امیرالمؤمنین شیخ الحدیث مولوي هب_ة الله “آخوند زاده” حفظه الله لخوا د ټاکل سوي هئيت سره په داسې حال، چې د دې ولايت والي ملا نجیب الله “رفیع” هم […]

 

 

زرنج، د رجب ۲۶ مه/ د کب ۹ مه

 

د باختر آژانس د خبر له مخې، د نيمروز ولايت  قومي مشرانو د عالیقدر امیرالمؤمنین شیخ الحدیث مولوي هب_ة الله “آخوند زاده” حفظه الله لخوا د ټاکل سوي هئيت سره په داسې حال، چې د دې ولايت والي ملا نجیب الله “رفیع” هم حضور درلود، د ولایت مقام په مېلمستون کې د یوې غونډې پرمهال وکتل.

 

غونډه د قرآن کریم د څو مبارکو آیتونو په تلاوت سره پیل سوه، ورپسې د چارو ادارې رئيس مولوي احمد جان “بلال”، د پوهنې وزارت د اسلامي تعلیماتو مرستیال، شیخ کرامت الله “آخوند زاده” او د سترې محکمې د عامه امنیت د دیوان رئیس، شیخ الحدیث مولانا عبدالغفار صاحب ارزښتناکي ویناوي وکړي، د نیمروز د مجاهدینو د سرښیندنو، قربانیو او د ولسونو د همکاریو څخه د مننې ترڅنګ وویل، د امیرالمومنین شیخ هبةالله “اخوند زاده” د لارښوونې سره سم د امنیتي، قضايي، سرحدي او د عمومي وضعیت ارزونې په موخه مو سفر کړی ترڅو د ټولو اقشارو سره ناستي ولرو، چې وکولاي سو د نیمروز د عمومي وضعیت په تړاو شیخ صاحب ته هر اړخیزه معلومات وړاندي کړو او هغه څه چې عالي مقام په پام کې لري ترسره سي.

 

راغلو مېلمنو همداراز وویل، د ملکي او نظامي ادارو له مسؤولینو سره ناستي سوي د مشرتابه هدایات،  چې پکي په کارونو کې ژمنتیا، اخلاص، امانتداري، د ولسونو سره د  ښو اړیکو ساتلو سربیره د ښو روغتیایې او ښونیزو خدماتو د وړاندي کولو سربیره د کمال خان بند او نورو نیمه پاته پروژو د بیا پیل خبري وسوې.

 

دوی همدارنګه وویل،  اسلامي امارت د هیواد ټولو انکشافي او ملي پروژو ته ځانګړې پاملرنه کوي او اوسنۍ نظام د خپلو خلکو د خیر لپاره کار کوي او هېڅکله نه غواړي چې ملت ته زیان ورسیږي او له قومي مشرانو یې وغوښتل ترڅو  د مسؤولینو سره پوره همکاري وکړي، ترڅو ادارې چارې په سمه توګه سرته ورسیږي.

 

د نیمروز د دویمي درجې د یادونې سربیره د مجهزه روغتون نه شتون د حجاجو کمه سهمیه، په سرحد کې د بازارچې او په زرنج ښار کې د ایران د قونسلگری نه موجودیت، د یو شمېر نابشپړه پرژو (کمال خان، د سرشیلي پُل،  پوهنتون او روغتون ودانیو ) یادوني حاجي محمد يوسف “بارکزي”، ملا ګل احمد “احمدي” او نجيب الله “خاشرودي د قومي مشرانو او پانګوالو په استازیتوب سره؛ وکړي او د مشرتابه لخوا د ټاکل سوي هيئت څخه یې د حل او رسیدګۍ غوښتنه وکړه.