نام کاربری یا نشانی ایمیل
رمز عبور
مرا به خاطر بسپار
زرنج، د رجب ۱۶ / د سلواغه میاشتي ۲۹ مه د باختر خبري آژانس د راپور پراساس، د نيمروز ولايت د حج او اوقافو رييس، مولوي فضل الرحمن “مستغفر” او ورسره مل پلاوی د چخانسور ولسوالۍ د علمای کرامو سره د لا زياتې همغږۍ او دوه اړخيزو همکاريو په موخه کې وکتل. د ديني […]
زرنج، د رجب ۱۶ / د سلواغه میاشتي ۲۹ مه
د باختر خبري آژانس د راپور پراساس، د نيمروز ولايت د حج او اوقافو رييس، مولوي فضل الرحمن “مستغفر” او ورسره مل پلاوی د چخانسور ولسوالۍ د علمای کرامو سره د لا زياتې همغږۍ او دوه اړخيزو همکاريو په موخه کې وکتل.
د ديني مدارسو په جوړه سوي غونډه کې د چخانسور ولسوال مولوي ممتاز او د مدارسو مسؤولینو او ديني عالمانو د رئيس او ورسره پلاوي له راتګ څخه خوښي څرګنده کړه او خپلې ستونزې يې وړاندي کړلي او د حل په موخه یې د همکارۍ غوښتنه وکړه.
د ارشاد، حج او اوقافو رئیس، مولوي فضل الرحمن “مستغفر” د ستونزو له اورېدو وروسته د همکارۍ ډاډ وکړ.
همدارنګه ښاغلي مستغفر وویل: د ټولنې په وړاندې د علماي کرامو یو له اساسي مسؤولیتونو څخه د خلک نیکو اوامرو ته د رابللو ترڅنګ له بدو څخه یې منع کول دي، او اړتیا ده ترڅو علمای کرام د ټولنې د اصلاح لپاره، د امنیت رایستولو لپار دې ولسونه ته د ورورګلوي او یووالي په تړاو تبلیغ وکړي.
د ارشاد، حج او اوقافو رئیس زیاته کړه، د ټولنیز وضعیت او په ځانګړې توګه د امنیت تآمین او د خپل اسلامي نظام د ټینګښت لپاره، هغه کسان چې د ا.ا.ا پر وړاندي خبري کوي د قانون منګولو ته وسپاري.
ښاغلي مستغفر همداراز په ولسوالۍ کې د انعام العلوم مدرسي له تدریسي بهیر څخه هم لیدنه وکړه او له نږدې څخه یې حالت وارزول او د طلابو د هڅونې په پار له دوی سره هم لیدنه وکړه.
این مطلب بدون برچسب می باشد.
دیدگاهها بسته است.