نام کاربری یا نشانی ایمیل
رمز عبور
مرا به خاطر بسپار
زرنج، د ۱۰ مه / سلواغي د میاشتي ۲۳ مه د نیمروز ولایت د خاشرود ولسوالۍ د تېر نظام ولسوال، عبدالجلیل “وطندوست” نن د هېواد نیمروز ولایت ته راستون او د افغانستان اسلامي امارت اصولو ته ژمن سو. د خاشرود پخوانی ولسوال د دې ولایت د امنیه قومندان، الحاج سردار محمد “ایوبي” سره […]
زرنج، د ۱۰ مه / سلواغي د میاشتي ۲۳ مه
د نیمروز ولایت د خاشرود ولسوالۍ د تېر نظام ولسوال، عبدالجلیل “وطندوست” نن د هېواد نیمروز ولایت ته راستون او د افغانستان اسلامي امارت اصولو ته ژمن سو.
د خاشرود پخوانی ولسوال د دې ولایت د امنیه قومندان، الحاج سردار محمد “ایوبي” سره په امنیه قومندانۍ کې لیدنه وکړه.
امنیه قومندان تېر ولسوال ته د ښه راغلاست او د راتګ په موخه د مننې ترڅنګ وویل، د امیرالمومین شیخ_ الحدیث_ مولوی هیبت _ الله “اخندزاده”_ حفظه_ الله د فرمان پراساس، ټولو افغانانو ته عمومي عفوه ده.
موږ ټول د فرمان مراعت کولو ته ژمن یو، ښاغلي ایوبي زیاته کړه، د اوسنې نظام لمنه ډیره پراخه ده او هر افغان کولاي سي، چې په آرامه چاپیریال کې ژوند وکړي او هیڅ ډول خنډ ورته نه رامنځته کیږي.
امنیه قومندان، له هغو هېوادوالو څخه هېواد د راتګ غوښتنه وکړه، چې په بهرنیو هېوادونو کې ژوند کوي او وېي ویل، چې د هر افغان عزت پخپل هېواد کې خوندی دی.
وروسته عبدالجلیل وطندوست د اسلامي امارت د حسن نیت او ښه چلند څخه د مننې ترڅنګ وویل، دا چې په هېواد کې ما خپل عزت خوندی ولیدی او اوس ښه امنیت ډاډمن دی نو ما وغوښتل ترڅو وطن راستون سم او د فعلی نظام ترچتر لاندي خپل عادي ژوند وکړم او له نورو وطنوالو څخه هم هیله کووم ترڅو هېواد ته راستون سي او خپل په وطن کې ژوند وکړي.
ښاغلي وطندوست امنیه قومندان ته ډاډ ورکړ، چې هیڅ داسي کړنه، چې د نظام خلاف وي زموږ لخوا نه ترسره کیږی او د نظام د بقآ په موخه ستاسو ترڅنګ ولاړ یم.
این مطلب بدون برچسب می باشد.
دیدگاهها بسته است.