نام کاربری یا نشانی ایمیل
رمز عبور
مرا به خاطر بسپار
زرنج، د روژې ۲۴ مه/ د غویی میاشتې ۵ مه د نیمروز د جریدې د خبر له مخې، د نیمروز د اطلاعاتو او کلتور رئیس، مفتی حبیب الله “الهام ” د ملي راډیو ټلویزیون د آمریت له پرسونل سره د آمر په دفتر کې د همږغۍ ناسته وکړه. د نیمروز اطلاعاتو او کلتور رئیس، […]
زرنج، د روژې ۲۴ مه/ د غویی میاشتې ۵ مه
د نیمروز د جریدې د خبر له مخې، د نیمروز د اطلاعاتو او کلتور رئیس، مفتی حبیب الله “الهام ” د ملي راډیو ټلویزیون د آمریت له پرسونل سره د آمر په دفتر کې د همږغۍ ناسته وکړه.
د نیمروز اطلاعاتو او کلتور رئیس، مفتی حبیب الله “الهام” په ناسته کې وویل: هر څومره چې همغږۍ زیاده سي هومره مسؤولیتونه په ښه توګه تر سره کیږي.
د ملي راډیو ټلویزیون د نشراتي او تخنیکي کیفیت په برخه کې ښاغلي الهام وویل، اړتیا ده، چې د نشراتو د کیفیت د لوړولو او د نشراتي خدماتو د غوره والي لپاره پر یوه پلان کار وسي.
د اطلاعاتو او کلتور رئيس زياته کړه، زموږ او ستاسو د ټولو لپاره غوره ده، چې له هر کار څخه مخکې خپل ديني او شرعي ارزښت ته پاملرنه وکړو او هڅه وکړو، چې خپل ټول فعاليتونه په ټولو برخو کې د خلکو د خدمت او د الله تعالی د رضا لپاره، د اسلامي شریعت له اصولو او قوانینو سره سم ترسره کړو.
د ملي راډيو ټلويزيون آمر ملا عبدالستار “نديم” د اطلاعاتو او کلتور رياست له پاملرنې څخه د خوښۍ په څرګندولو سره وويل: اوس مهال د ملي راډيو او ټلويزيون ټول فعاليتونه د اطلاعاتو په ورکولو متمرکز دي، او غواړو چې خپل فعالیتونه راتلونکي کې په اغیزمنه توګه ترسره کړو.
په غونډه کې د خپرونو د کیفیت د ښه والي او نورو اداري مسایلو په اړه هراړخیزې خبرې وسوې او لازم تصامیم ونیول سول.
این مطلب بدون برچسب می باشد.
دیدگاهها بسته است.