نام کاربری یا نشانی ایمیل
رمز عبور
مرا به خاطر بسپار
الاماره (۱۴۴۴/ربیع الثاني ۲۷) د نیمروز ولایت د کډوالو او بیا راستنیدونکو چارو ریاست وایي چې د تېري یوې میاشتې په ترڅ کې شاوخوا ۴۹۷۲۰ تنه افغانان د ایران هېواد څخه د ورېښم ه لاري، هېواد ته راستانه شوی دي. د نیمروز ولایت د کډوالو او بیا راستنیدونکو چارو رئیس الحاج مولوي صدیق الله “نصرت” […]
الاماره (۱۴۴۴/ربیع الثاني ۲۷) د نیمروز ولایت د کډوالو او بیا راستنیدونکو چارو ریاست وایي چې د تېري یوې میاشتې په ترڅ کې شاوخوا ۴۹۷۲۰ تنه افغانان د ایران هېواد څخه د ورېښم ه لاري، هېواد ته راستانه شوی دي.
د نیمروز ولایت د کډوالو او بیا راستنیدونکو چارو رئیس الحاج مولوي صدیق الله “نصرت” وویل، ۱۰۵۰کورنې په جبري توګه هېواد ته راغلي دي، چې له دې جملې څخه ۴۴۵۱ تنه او ۱۹۸ کورنۍ په داوطلبانه توګه راغلې، چې ۷۳۰ تنه کیږي هیواد ته راغلي دي. نوموړی دغه راز زیاتوي، چې تر دې ور آخوا ۲۴۱۷۸ تنه جبري مجرد او ۲۰۱۷۸ تنه مجرد کسان په خپله خوښه هېواد ته راستانه شوي دي.
ښاغلي نصرت زیاته کړه،دهغه کسان چې خورا زیانمن وه د مرستې په موخه د IOM دفتر ته ورپیژندل شوي؛ چې له ډلې یې ۷۴۷۵ ډیر زیانمن شویو کسانو ته نغدې پیسي او د خوراکي توکو مرسته وشوه.
نوموړي دا هم وویل، چې په تېره یوه میاشت کې ۴۵ تنه مړي(جسدونه) هم له ایران څخه، هېواد ته راوړل شوي دي.
این مطلب بدون برچسب(تکونه) می باشد.
لید بند دی.