نیمروز:د خوشکیار په کلي کې ۳۰۰ متره، د څښاک اوبو پیپ،  ګټې اخیستنې ته وسپارل سو

    زرنج، د روژې ۲۲مه/ د غویی ۳ مه   د نیمروز ولایت د اوبو رسولو د ریاست له لورې د زرنج ښار د دوېمې ناحيې په خوشکیار کلي کې ۳۰۰ متره، د څښاکو اوبو تمديدي پیپ، د یاد کلي د ګذر وکیلانو او سپین ږیرو د پرلپسې غوښتنو پر اساس، جوړ او ګټي […]

 

 

زرنج، د روژې ۲۲مه/ د غویی ۳ مه

 

د نیمروز ولایت د اوبو رسولو د ریاست له لورې د زرنج ښار د دوېمې ناحيې په خوشکیار کلي کې ۳۰۰ متره، د څښاکو اوبو تمديدي پیپ، د یاد کلي د ګذر وکیلانو او سپین ږیرو د پرلپسې غوښتنو پر اساس، جوړ او ګټي اخیستنې ته وسپارل سو.

 

د زرنج ښاري اوبو رسولو  ریاست رئیس، مولوي احسان الله “احسان” باختر آژانس ته وویل، چې د یاد کلي د ګذر وکیلانو او سپین ږیرو په غوښتنه و همدې پیپ ته د تمدیدي اجازه ځکه ورکول سوه، چې د همدې سیمې اوسیدونکي د څښاک له پاکو اوبو څخه بې برخي وه.

 

ښاغلي احسان همداراز وویل، د یاد پیپ څخه به شاوخوا ۷۵۰ کورنۍ د څښاک له پاکو اوبو څخه برخمنې کېږي.

 

د اوبو رسولو رئیس په ډاډ سره وویل، چې خپل د خدماتو د پراختیا او ښاریانو ته د څښاکو د پاکو اوبو رسولو په برخه کې به، هیڅ دریغ ونکړي.

 

د پیپونه د تمدید لړۍ د څه مودې راهیسي پیل سوې ده تر څو د زرنج ښار اوسیدونکي د څښاک او پاکو اوبو څخه برخمن سي.