نوزاد کي د ۱۰۰۰ بې وزلو او اړمنو کورنیو سره مرسته وسوه:

  دهلمند ولایت په نوزاد ولسوالۍ کي د ۱۰۰۰ اړمنو او بې وزلو کورنیو سره مرسته وسوه. دباختر خبري اژانس د راپور په اساس د هلمند ولایت د کلیو د بیارغوني او پراختیا ریاست په سرپرستۍ او د ډبلیو،اف،پي wfp مؤسسې په مالي لګښت د ۱۰۰۰ اړمنو کورنیو سره د څلور ډوله خوراکي توکو لکه […]

 

دهلمند ولایت په نوزاد ولسوالۍ کي د ۱۰۰۰ اړمنو او بې وزلو کورنیو سره مرسته وسوه.

دباختر خبري اژانس د راپور په اساس د هلمند ولایت د کلیو د بیارغوني او پراختیا ریاست په سرپرستۍ او د ډبلیو،اف،پي wfp مؤسسې په مالي لګښت د ۱۰۰۰ اړمنو کورنیو سره د څلور ډوله خوراکي توکو لکه اوړو، غوړو، وچي شیدو او دالو مرسته وسوه.

یاده مرسته د هغه سروې پر بنسټ ترسره سوه چي څه موده وړاندي د ولایت مقام او استخباراتو ریاست تر نظارت لاندي د یادي مؤسسې له خوا ترسره سوې وه.
دمرستي د وېش بهیر شفاف او په ښه توګه پای ته ورسېدی.

مرسته ترلاسه کونکو د مرستي د بهیر څخه د خوښۍ څرګندولو ترڅنګ د اسلامي امارت او خیریه بنسټونو څخه وغوښتل چي په راتلونکي کي هم ددوی لاس نیوی وکړي.
دیادولو وړ ده چي په هلمند ولایت کي د څو میاشتو را په دې خوا د خیریه بنسټونو له لوري په بېلابېلو پړاونو کي د ګڼ شمېر اړمنو کورنیو سره د نغدي، خوراکي او غیرخوراکي توکو مرستي سوي دي.

نېټه:۱۴۴۳/۷/۳ هــ ق