نام کاربری یا نشانی ایمیل
رمز عبور
مرا به خاطر بسپار
الاماره (۱۴۴۴/رجب ۲۱) د نورستان ولایت مسؤلین وایي سږ کال د نورستان ولايت د تېرو څو کلونو په پرتله د زياتې واورې شاهدان یو، د نورو سرکونو سربېره د پارون اسعداباد ترمینځ سرک څخه د واورو د پاکونې او د سرکونو د خلاص ساتلو په موخه یاد ریاست وخت پر وخت د سرکونو مراقبت او […]
الاماره (۱۴۴۴/رجب ۲۱) د نورستان ولایت مسؤلین وایي سږ کال د نورستان ولايت د تېرو څو کلونو په پرتله د زياتې واورې شاهدان یو، د نورو سرکونو سربېره د پارون اسعداباد ترمینځ سرک څخه د واورو د پاکونې او د سرکونو د خلاص ساتلو په موخه یاد ریاست وخت پر وخت د سرکونو مراقبت او پاک کارۍ ترسره کړي. د نورستان د ټولګټو چارو رئیس مولوي احمد نبي عادل وایي د وروستيو ورځو سختو واورو وروسته هم لار په عادي ډول خلاصه ساتل شوې او د پاک کارۍ چارې دوام لري. د دغې لارې موټر چلوونکي او مسافر د دغه ګام هرکلی کوي او زیاتوي چې د یادې لارې په صفایې سره یې په تګ راتګ کې اسانتیا رامینځ ته شوې ده . نورستان د هیواد په ختیځ کې هغه ولایت دی چې هرکال د ژمي په موسم کې پکښې سختې واروې وریږي، چې کله کله یې د فرعي لارو ترڅنګ عمومي لارې هم بندیږي ،خو د ا_ا په راتلو د دغې ولایت ادارې په خپلو چارو کې د ګړنديو کړنو له امله لارې خلاصې دي.
این مطلب بدون برچسب می باشد.
دیدگاهها بسته است.