نورستان: د والي په مشرۍ د ولایتي ادارې غونډه ترسره شوه

دغه ناسته د نورستان والی حافظ محمد آغا په مشری ولایت مقام د غونډو په تالار کې ترسره شوه چی پکی اړونده ادارو ریسانو او مسؤلینو برخه اخستې وه د اجنډا سره سم په یو شمیر اړینو موضوعاتو خبری او بحثونه و شول په پیل کی د نورستان والی حافظ محمد آغا مرکز ته د […]

دغه ناسته د نورستان والی حافظ محمد آغا په مشری ولایت مقام د غونډو په تالار کې ترسره شوه چی پکی اړونده ادارو ریسانو او مسؤلینو برخه اخستې وه
د اجنډا سره سم په یو شمیر اړینو موضوعاتو خبری او بحثونه و شول
په پیل کی د نورستان والی حافظ محمد آغا مرکز ته د سفر په اړه معلومات د غونډی برخوالو سره شریک کړل
نوموړي وویل مرکز ته د سفر په ترڅ کې یو شمیر وزارتونو وزیرانو سره ناستې ترسره کړې او دنورستان ولسونو ستونزې چې روغتیا،پرمختیا، بیارغوني، پوهني او سړکونو په برخه کې یې لرلې له دوی سره شریکې کړې او د حل په موخه یی راته ډاډ راکړل شو.
نوموړي زیاته کړه د نورستان ډیری وګړي بیوزله دي د دې ولایت د مرستو جلبولو لپاره د نړیوالو موسیسو سره مولیدنی کړی یادو موسیسو ژمنه کړی چی مرستو په برخه کې به ځانګړی پاملرنه کوي.
والی د ځنګلونو ساتلو په اړه د زراعت ریاست مسؤلینو ته سپارښتنه وکړه چی د ځنګلاتو د پری کولو مخنيوي کې جدي ګامونه واخلي
همدغه راز والی د ټولو ادارو مسؤلینو ته لارښونه وکړه چی همغږی ترڅنګ خپلو مسولیتونو ته متوجه شی او د غفلت په صورت کی ورسره قانونی چلند کیږی
د ناستی په پایی کې د یو شمیر ادارو ریسانو خپلی ستونزي او وړاندیزونه شریک کړل او د والی له لوري ورته د حل کولو ډاډ ورکړل شو.